افغانستان

کرزی د خپل روسي سيال په بلنه مسکو ته ولاړ

karzai_in_rassiaدا د تېرو لسو کلنو په ترڅ کې روسيې ته د ښاغلي کرزي درېيم سفر دی چې په ترڅ کې به يې له خپل روسي سيال ديمتري ميدوېدوف او لومړي وزير ويلاديمير پوتين سره وګوري .
د ارګ سرچينې وايي په دغو ليدنو کې به د افغانستان او روسيې پر دوه اړخيزو، اقتصادي او سوداګريزو اړيکو خبرې وشي .
د سيمې امنيتي او سياسي حالت او د نشه يي توکو کارو بار هم هغه موضوعات بلل شوي چې ويل کېږي د ښاغلي کرزي او روسي لوري تر منځ خبرو کې به ياد شي .
د ښاغلي کرزي دغه سفر له دې امله د تېرو دوو نورو سفرونو په پرتله مهم بلل کېږي چې ډېر پام به پکې سوداګريزو اړيکو ته وشي .
ولسمشر کرزی به د خپلو ليدنو په ترڅ کې د روسيې د سوداګرۍ د خونو له مشر او يو شمېر روسي سوداګرو سره هم وګوري .
ډېره تمه داده چې هم به په دولتي او هم په خصوصي توګه د نفتو مسله د نورو ټولو په سر کې وي،ځکه چې په افغانستان کې د ايران له بنديزه وروسته د تېلو کړکېچ رامنځته شوی او روسيې ته په دغې برخه کې دايران د يوه ښه او پياوړي بديل په سترګه کتل کېږي .
له ښاغلي کرزي سره په دغه سفر کې د دفاع، بهرنيو چارو، کورنيو چارو، ماليې، سوداګرۍ او د نشه يي توکو ضد چارو وزيران او يو شمېر ملي سوداګر هم ملګري دي.
ارګ وايي تمه ده چې په دغه سفر کې به د افغانستان او روسي د چارواکو تر منځ د سوداګرۍ په برخه کې يو شمېر تړونونه هم لاسليک شي.
ولسمشر کرزي د تېر کال په اکتوبر کې پر روسيې هغه مهال سختې نيوکې وکړې چې په افغانستان کې د نشه يي توکو ضد عملياتو کې له افغان او امريکايي ځواکونو سره روسانو برخه ډاګيزه شوه.

بي بي سي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x