افغانستان

د پکتیا په احمد ابا ولسوالۍ کې ۱۴ عسکر طالبانو ته ور اوښتي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، د لړم۵مه، ۱۳۹۳ل): د پکتیا په احمد ابا ولسوالۍ کې د ملي پولیسو، اربکیانو او د عامه نظم ۱۴ تنه منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امنیتي منسوبینو د هویت او د تسلیمۍ کره ځای په تړاو زیات څه نه دي ویلي، خو وايي چې یاد کسان تېره ورځ د احمد ابا ولسوالۍ په مربوطاتو کې له دوی سره یو ځای شوي دي.

د ښاغلي مجاهد په خبره، په تسلیم شویو په عسکرو کې سيدکمال د مهمند زوی، عبدالله د نظام زوی، محمدرحيم د دوست ګل زوی، رحمت ګل د سيدګل زوی، محمد داود د دوست ګل زوی، سرورخان د بادر زوی، زيړي ل د سيدګل زوی، ميوه خان د بادر زوی، ګلام خان د سيدګل زوی، اخترمحمد د دوست ګل زوی، غازي ګل د مياګل زوی، عبدالکريم د عبدالله زوی، طاهر د نعمت زوی او بايرخان د نعمت خان زوی شامل دي.

د پکتیا امنیتي چارواکو د یادو عسکرو د تسلیمۍ په اړه  تر دې دمه څه نه دي ویلي.

طالب ویاند زیاته کړې، چې دوی د هېواد په ګوټ ګوټ کې د وسله والې مبارزې تر څنګ د خپلو سیمه یېزو کسانو په مټ د دعوت او جلب او جذب چارې ګړندۍ کړې، چې تر اوسه پورې سلګونه امنیتي منسوبین له دې لارې له دوی سره یو ځای شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x