ټولنیزه برخه

د ژوند تر ټولو ستره تېروتنه

درېیمه برخه
ژباړن: محمد ابراهیم حمزه

هدفونه مو مه هېروئ!

د هدفونو هیرول به د هدفونو لاسته راوړلو لپاره ستاسو زیار او کوښښ هم له منځه یوسي.

د هدف کلمه په دې معنی ده چې د وخت له تیریدو، فکري او جسمي انرژي له مصرف سره به دغه هدف لاسته راوړو؛ نو د هدف ټاکلو په وخت کې باید دا په ځان ومنو چې د انرژۍ له مصرف او وخت له تیریدو پرته بله لار نه لرو. وخت تیریدل زغم غواړي او د انرژۍ مصرف کوښښ او زیار.

صبر خپل صفت و گرځوئ او زیار وباسئ تر څو شیبه په شیبه خپل هدف ته نژدي شئ.

ستاسو اوسنۍ لاسته راوړنې ستاسو پخوانۍ موخې دي چې د صبر او انرژي په مصرفولو مو لاسته رواړې دي. راتلونکې موخې هم په همدې ډول حقیقت پیدا کوي.

انرژي د بقا قانون: انرژي له منځه نه ځي، بلکې بڼه یې بدلېږي رابدلېږي.

په هماغه ډول چې لوي جسمونه له وړو څخه او کوچني بیا له مالیکولونو څخه او په پای کې له اتم څخه جوړ شوي دي. اتمونه هم له انرژي څخه جوړ شوي دي.

یا په بل عبارت، انرژي د ټولې هستی جوړیدو منبع او سرچینه ده او زمونږ انسانانو عملونو او کړنو له جملې څخه ده. له هغه ځایه چې انرژي نه فنا کیدونکی دی؛ نو د انسان زیار او زحمت هم له منځه نه ځي. که چیرې انرژي ضایع کیده، باید د هستې خپریدل هم کم شوی وای چې په نتیجه کې ماده له منځه تلله.

يَزِيدُ فِي الْخَلْقِ مَا يَشَاءُ ۚ

که د زمانې په کومه برخه کې زمونږ زیار او کوښښ په ظاهره بې نتیجه پاتې کېږي، د هغه انرژي د هستي نړۍ کې په گرځیدو وي او د دې په لټه وي چې زمونږ کومې هیلې باندې بدله شي چې زمونږ په گټه وي.

خو د وخت او زمان په اړه که وغواړو که نه تیریږي او مونږ په دې اړه له غم پرته نور هیڅ هم نشو کولی؛ ولي؟
په حقیقت کې زمونږ غم او خواشیني د وخت تیریدو په خاطر نه ده، مگر د وخت په تیریدو د انرژي نه استعمال او یو نا مناسبه ژوند په اساس دی.

زیار او کوښښ سره وخت تیریدل د غوره اهدافو لاسته راوړلو لپاره کامیابي ده.

خپل هدف ته د رسیدو لپاره د وخت تیریدل پرته له زیار او کوښښ څخه ناکامي او خواشیني ده.

کله چې پوه شو چې د انسان ژوند د غوره اهدافو ټاکل او هغوي ته د رسیدو په موخه انرژي مصروفول، زیار او کوښښ کول د وخت له تیریدو سره او په سختو ورځو کې صبر کول او د ماتې خوړلو په ورځو کې زیار ویستل دی په دې وخت کې د خپلو لاسته راوړنو او اهدافو تر منځ په توپیر پوهیږو او خپل شته لاسته راوړنې سپموو تر څو د هغو په وسیله خپلو نورو موخو ته ورسیږو.

انسان باید هر کله شپه، ورځ او په خاصه توگه له ویده کیدو مخکې خپلو موخو په اړه فکر وکړي او باور ولري چې سختې ورځې به پای ته رسیږي او د کامیابۍ او خوشحالۍ ورځې به ډیر زر پیل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x