ایساف ویلی چې یو عسکر یی په شمال کې وژل شوی
نن ټکی آسیا
نن د بهرني ځواکونو په یوه خپره شوي اعلامیي کې ویلي چې ددوی یو عسکر د افغانستان په شمالي سیمو کې د مخالفینو سره د جګړې پر مهال وژل شوي دی.
اعلاميې نور تفصیل نه دی ورکړی چې دا وژل شوي عسکر د کوم هیواد دی او یا دا پيښه چیرته شوي.
د یادوني وړده چې تیر کال 2010 د مخکني کلنو په نسبت د بهرني ځواکونو لپاره تر ټولو خونړی کال وو، په کوم چې د بهرنیانو په اعتراف 730 بهرني عسکر وژل شوي وو.