افغانستان

« برتانوي ځواکونه به بیا هیڅکله افغانستان ته ونه لېږل شي»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۵مه، ۱۳۹۳ل): ټیلیګراف لويديځې ورځپاڼې پخپله تازه ګڼه کې له هلمند ولایته د برتانوي عسکرو د وتلو پر موضوع مضمون خپور کړی دی.

ټیلیګراف د برتانیا د د دفاع وزیر له خولې لیکي چې دوی به بیا هیڅکله برتانوي عسکر افغانستان ته ونه لېږي.

د ورځپاڼې په قول مایکل فالون وویل چې که څه هم د برتانوي عسکرو له وتلو وروسته به هم په افغانستان کې جګړه روانه وي، خو دوی به بیا هیڅکله هم خپل عسکر دې هېواد ته ونه لېږي.

د برتانیا دفاع وزیر ويلي دې چې د دوی عسکرو په افغانستان کې ګڼې تېروتنې کړې دي، خو بیا يې هم د افغان عسکرو لپاره د خپلو خلکو د ساتلو په موخه زمینه برابره کړې ده.

ویل کېږي برتانیا د ناټو تر مشرۍ لاندې په افغانستان کې پخپل دیارلس کلن ماموریت کې ۴۵۳ تنه عسکر له لاسه ورکړي دي.

وړاندې هم د برتانیا لومړي وزیر ډېویډ کیمرون رسنیو ته ویلي وو چې افغانستان ته د بریتانوي عسکرو لېږل یوه تاریخي غلطي وه.

د نوموړي په قول دوی د افغانستان له تاریخ لوستلو پرته په دې هېواد کې پوځي ماموریت ترسره کاوه.

یاده دې وي د افغانستان د ګډ حکومت او امریکا ترمنځ د امنیتي دفاعي تړون له مخې به د هېواد په نهو ستراتیژيکو ځایونو کې ۹۸۰۰امریکايي او درې زره د ناټو غړو هېوادونو عسکر د افغان عسکرو د روزلو په مؤخه پاتې شي.

برتانوي عسکر د هېواد په خورا نا امنه ولایت هلمند کې مېشت وو، چې له چلنده يې ولسي وګړو څو ځلې پراخ لاریونونه وکړل.

په هلمند کې د بریتانوي عسکرو له لوري، ډله ییزې وژنې، د جسدونو توهین او د ارزښتونو ته سپکاوی د هغوی یادګاري کړنې ګڼل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x