افغانستان

کندوز: په سرتيري برید کې دوه پنځوس تنو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۵مه، ۱۳۹۳ل): طالبان وايي چې د دیو دوو تنو ملګرو د خیبر عملیاتو په لړ کې د کندوز ولایت د څارنوالي په ودانۍ سرتیری برید کړی، چې په درې ساعته جګړه کې يې یوولس څارنوالان او دیارلس عسکر ووژل. او اته ویشت عسکر يې سخت ټپیان کړي.

بل پلو بیا د کندوز ولایت د امنیه قومنداني ویاند سید سرور حسیني وايي چې بریدګر څلور تنه و، او په په درې ساعته جګړه کې يې یو پولیس او شپږ څارنوالان ووژل.

د حسیني په وینا بریدګرو د اردو جامې اغوستې وي چې لومړی د څارنوالي د ودانۍ په دروازه کې بمي چاودنه وکړه او وروسته د ودانۍ د ننه ډزې شروع شوي.

نوموړی وايي چې  په برید کې یوولس نور څارنوالان ټپیان شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې دا برید د دوی دوو تنو ملګرو عبدالحلیم لغمانی او مختار زابلي له لوري ترسره شو. چې د ماسپښین له یوې بجې دمازیګر ترڅلورو بجو يې دوام وکړ.

د مجاهد په قول په دې برید کې يې د یوولسو څارنوالانو او دیارلسو عسکرو په وژلو سربېره اته ویشت تنه نورعسکر مرګوني ټپیان کړي دي.

ویل کېږي د جګړې په منځ کې زوروره چاودنه د ډېرو عسکرو د مرګ ـ ژوبلې سبب شوه، د امنیه قومندان ویاند هم مني چې د جګړې په منځ کې یوې بلې موټر بم چاودنې خورا دروند ځاني زیان درلود.

د طالبانو خبرپاڼه کاږي: « سيمي ته ګڼ نور عسکر او پوليس راغلل چې ماسپښين ۲ بجې پرې درنه چاودنه وشوه، چاودنه د هغه کرولا موټر په توسط رامنځته شوه چې فدايي مجاهدينو له چاودېدونکو توکو ډک درولی وو.»

یاده دې وي په کندوزکې په داسې حال کې دغه مرګونې پېښه کېږي چې د بدخشان په وردوج کې طالبانو لسګونه عسکر وژلي او دېرش نور يې ژوندي وړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x