fbpx

د طالبانو ویاند: د ملا عمر د ناروغي اوازي بی بنسټه دي

mujahideenنن ټکی آسیا:

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله یوه خپره شوي بیانیه کی ویلی چې دوی د ملا عمر مجاهد د ناروغی اوازې بې بنسټه بولي او په کلکه یې رده وي.
دا بیانیه د اسلامي امارت پر پاڼه هله خپره شوي کله چې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼي راپور خپور کړی، په کوم کې چې دا ادعا سوي وه چې ګواکي ملا عمر د زړه د ناروغی له وجي په کراچې کي په یوه روغتون کې بستر سوي او بیا هلته د درملني وروسته يو پاکستاني استخباراتي

میلمستون ته انتقال سوی دی، د طالبانو ویاند په خپلو څرګندونو کي ویلي « د افغانستان اسلامي امارت د دښمن دا بې حقیقته پوچې ادعاګانې په کلکه ردوي، او دا ډول اوازې خپرول د دښمن له لورې د پيل شوي تبلیغاتي جګړې یو بله هڅه بولي»
ده نور ویلي: «عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله اصلا هیڅ ډول داسي ناروغي نلري چې شفاخانې ته یې ضرورت پیدا شوی وي، دښمن دا ډول اوازې ددې لپاره خپروي تر څو له دې لاري په نظامي ډګر کې خپله ماته او شکست پټ او د عامو خلګو ذهن بل لوري ته واړوي.
ده زیاته کړې چې «باید وویل شي چې دښمن  په دې اړه هیڅ ډول  سند په لاس کې نلری  او نه دثبوت لپاره کوم دلیل وړاندی کولای شی  ،په ورکړل شوي راپور کې چې کوم سند وړاندی شوی هغه خپله ددوي دادعا کمزوري بیانوي، په راپور کې  چې د کوم  فرضی ډاکټر له قوله  خبر لیکل شوی  هغه خپله وايې چی داسی واقعه یې  نه ده لیدلی له نورو ډاکترانو یې اوریدلی  داخپله  یو خود ساخته  دلیل بلل کیږی»

په اخیر کې ده وار بیا اشاره کړې چې ددوي دښمنان په دا رنګه تبلیغاتو غواړې چې د مجاهدینو پر مقاومت او عملیاتو منفي اثر واچوي، مګر دی دا نه مني چې ددوي دا هڅي به کامیابه شي.
ددغو څرګندونو متن نن ټکی آسیا خپلو کتونکو ته لاندي کټ مټ خپروي:

 


دعالیقدر امیرالمؤمنین دناروغۍ دبې بنسټه اوازې په اړه داسلامی امارت دویاند څرګندونې

تیره ورځ امریکايی ورځپاڼې واشنګټن پوسټ  دامریکا دبهرنیو چارو وزارت  او دسې ای اې   دیو ې شخصي استخباراتي  شبکې (ایکلیپس ګروپ ) له قوله  یوغیر مستند  او بې بنیاده  راپور خپور کړ  او ادعایې وکړه چې  عالیقدر امیرالمؤمنین  ملا محمد عمر مجاهد ته ګواکي  دزړه ناروغي پیښه شوي او دپاکستان  په کراچی کې یې په یوه روغتون کې  درملنه شوي ،دغه استخباراتي شبکه  وایي چي ددوی دخبر منبع  هغه ډاکټر دي چی امیرالمؤمنین یې  له جراحي عملیاتو وروسته لیدلی ،خو په خبر کې ددې ډاکټر نوم نه دي په ډاګه  شوي .
دشبکې په قول  ډاکټر وایی چې زه خپله په عملیاتو کې شریک نه وم  خو له نورو ډاکټرانو یې اوریدلي چی  ملا عمر دزړه په ناروغۍ اخته دي.
له دې وروسته نورو افغاني او نړیوالو رسنیو هم   له کومې پلټنې  او سپیناوي   پرته دا اوازه  تکرار  او بدرګه کړه .
دافغانستان اسلامي امارت   ددښمن دا بې اساسه  او بې حقیقته  پوچې ادعاګانې  په کلکه ردوی  ،او دا ډول اوازې خپرول  ددښمن  له لورې دپیل شوې  تبلیغاتي جګړې  یوه بله هڅه بولي .
عالیقدر امیرالمؤمنین  حفظه الله ، اصلا  هيڅ ډول داسي ناروغي نلري چي شفاخاني ته یې ضرورت پیداشوی وي  ،دښمن دا ډول اوازې ددې لپاره خپروي تر څو له دې لاري  په نظامي ډګر کې خپله ماته  او شکست  پټ او دعامو خلګو ذهن  بل لورې ته  واړوي .
باید وویل شي چې دښمن  په دې اړه هیڅ ډول  سند په لاس کې نلری  او نه دثبوت لپاره کوم دلیل وړاندی کولای شی  ،په ورکړل شوي راپور کې چې کوم سند وړاندی شوی هغه خپله ددوي دادعا کمزوري بیانوي   ،په راپور کې  چې دکوم  فرضی ډاکټر له قوله  خبر لیکل شوی  هغه خپله وايې چی داسی واقعه یې  نه ده لیدلی له نورو ډاکترانو یې اوریدلی  داخپله  یو خود ساخته  دلیل بلل کیږی.
دافغانستان اسلامی امارت  ددښمن  دا ډول  تبلیغاتو کولوته په پام سره   داپه ډاکه کوي  چی  ددښمن  داپوچې او بې بنسټه ادعاګانې دیرغلګرو ځواکونو په وړاندي دمجاهدینو پر مقاومت او عملیاتو هیڅ منفی اثر نشی کولای  ، دافغانستان ټول  ولس او س په دې پوه شوي  چې دښمن دخپل شکست دپټولو په موخه ډول ډول تبلیغاتي هڅې په کار اچولی   او همیشه بې بنسټه اوازې خپروي  چې  وخت په وخت  ناکامه  او درواغجنې ثابتې شوي دی ،اوداډول بې بنسټه  اوازې به ددښمن  اعتبار ته نور زیان هم اړوي  او نور هیڅ لاسته راوړنه به ونلري.

داسلامی امارت ویاند

ذبیح الله مجاهد

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د