افغانستان

مشرانو جرګه: په درغلیو بریالي شوي وکیلان سنا ته نشي راتلای

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۵مه، ۱۳۹۳ل): د مشرانو جرګو ګڼو غړو د شکایاتو اورېدو کمیسیون چاروړاکي په فساد تورن کړل او ويې ویل چې د ولایتي شوراګانو د رایو په پایلو کې يې شفافیت نه دی ساتلی.

د مشرانو جرګې ځينو غړو خورا په ټینګار ویلي چې دوی به خپلې څوکۍ چاته پرې نه ږدي چې په درغلیو بریالي شوي وي.

د مشرانو جرګې نن په عمومي غونډه کې شکایتونو اورېدو کمیسیون پر دې ملامت کړ، چې د پایلو تر اعلان وړاندې يې په رایو کې پرېمانه لاسوهنه کړې ده.

له کندهار څخه په دې جرګه کې استاز او د دې ولایت ولایتي شورا ته نوماند سیداحمد سیلاب وايي چې د نوموړي څلورنیم زره رايې کمې شوې دي.

هغه وايي زما په اړه یو شکایت هم نه دی ثبت شوی خو له رایو مې څلورنیم زره کمې شوې او له لیسته ویستل شوی یم.

بل خوا د شکایتو د اورېدو کمیسیون ویاند نادرمحسني وايي چې دوی حاضر دې چې د کره اسنادو له مخې خپل ځان سپین کړي.

یاده دې وي د ولایتي شوراګانو د ټاکنو د پایلو د اعلان ځنډ، د دې ټاکنو ګن ناکام نوماندان سخت غوسه کړي دي او ډېرو يې د شکایتونو اورېدو کمیسیون په فساد کې ښکېل بللی دی.

د ولایتي شورا د ټاکنو د رایو لومړۍ پایلې د روان کال د ثور په وروستۍ ورځ اعلان شوې، چې ډېرو نوماندانو پرې کلکې نیوکې وکړي.

د مشرانو جرګه یوسل او دوه غړي لري، چې دوه برخې يې له ولایتي شوراګانو نه د رایو د ډېروالي له مخې پوره کېږي او یوه برخه يې د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x