نظــر

برتانوي عسکرو افغانستان کې څه ترلاسه او څه وبايلل ؟!

ليکوال: احمدالله احمدزی

تېره ورځ د هېواد سويل هلمند ولايت کې برتانوي او امريکايي عسکرو خپله ستره پوځي اډه افغان لوري ته وسپارله او برتانوي ځواکونو اعلان وکړ، چې په دې سره له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته تر ټولو خونړۍ جګړه پای ته رسوي. دغې جګړې افغانستان کې له ۲۰۰۱ م کال راهيسې ۴۵۳ برتانوي عسکر وژلي او زرګونه نور يې ټپيان شوي دي.

له ۲۰۰۶ م کال راهيسې، چې برتانوي عسکرو هلمند کې د پوځي عملياتو مسؤوليت پر غاړه واخيست، نو کمپ باسټن پوځي اډه د ګرد هېواد په کچه د دوی ستر پوځي مرکز و او تر څنګ يې د کمپ ليدرلينک په نوم د امريکايي عسکرو بله ستر پوځي اډه وه، چې د طالبانو او شکمنو کسانو پر ضد يې د پوځي عملياتو او بمباريو لپاره کاروله.

دغه ستر پوځي بیس، چې عام خلک يې د شوراب په بیس پيژني، د هلمند ولايت مرکز لښکرګاه شمال لويديځ نادعلي او واشير ولسواليو تر منځ سيمه کې جوړ شوی و.

کمپ باسټن د برتانوي عسکرو هغه مرکزي اډه وه، چې د امريکايي او برتانوي عسکرو په ګډون د ناټو نور عسکر هم ورته وخت پر وخت راتلل او د طالبانو پر ضد يې پوځي عملياتو کې برخه اخيسته، مګر د ديارلسو کالو په تېرېدو، لا هم دغه بهرني عسکر په دې ونه توانيدل، چې دغه ولايت کې طالبانو ته ماتې ورکړي او يا يې کمزوري کړی، بلکې د هلمند ډېره برخه اوس هم د طالبانو په واک کې ده او د طالبانو او بهرينو عسکرو تر منځ د تېرو ديارلسو کلونو په ترڅ کې سختې خونړۍ نښتې پکې را منځته شوي دی.
په لنډو ټکو ويلی شو، چې برتانوي او نور بهرني عسکر دا دعوه نه شي کولای، چې دوی دغه هېواد خپل پوځي ماموريت په سالمه توګه سر ته ورساوه.

د تېرې ورځې په نمايشي غونډه کې دغه پوځي مرکز د نااشنا خوښۍ يو ښار ښکارېده او ټول عسکر له ډېرې خوښۍ وارخطا وو، چې کله به ژر تر ژره له دغې سيمې ووځي.

برتانوي او امريکايي عسکرو د خپلو هېوادونو د جنډو تر څنګ د ناټو بیرغ هم له ځان سره کښته کړه.

برتانوي او امريکايي عسکرو له ډېرې وخته له دغې پوځي اډې خپل عسکر او پوځي توکي ويستل پيل کړي ول، مګر پرون يې وروستۍ ورځ وه.

د کمپ باسټن پوځي مرکز مسؤوليت افغان لوري ته وسپارل شو او ټول برتانوي عسکر به افغانستان پرېږدي، مګر سلګونه نور عسکر به راتلونکي کال پورې د امنيتي ځواکونو د روزنې په موخه کابل کې پاتې وي.

د شاهي ګارډ يو افسر ۳۷ کلن ميجر رابرټ مينسل «ګارډين» برتانوي ورځپاڼې ته ويلي، چې دی څو ځله افغانستان ته د جګړې لپاره تللی او ډېر ملګري يې د طالبانو له لوري وژل شوي، مګر دا اخري ځل و، چې د ده د کنډک ملګري له هر ډول قربانۍ پرته خپل هېواد ته ستنيږي.

ميجر رابرټ وايي، چې کمپ باسټن د دوی لپاره د يوې بلا غوندې و، چې هر وخت به پکې د عسکرو رمباړې وې او له جګړې د وېرې کيسې کېدلې.

ګارډين ورځپاڼه د ميجر رابرټ له قوله وايي، « زه چې پرون سهار په خپل ځای کې ودرېدم، نو زموږ عسکر هغه اخري جنراتور هم بند کړ او ټول کمپ کې يوه چوپتيا خپره شوه او دا حالت زموږ ټولو لپاره نااشنا په دې و، چې موږ کله داسې فکر نه و کړی، چې يو ورځ به له دې کمپ څخه ژوندي وځو او هر يو کوښښ کاوو، چې ژر تر ژره له دې کمپه پښې سپکې کړي.»

برتانوي عسکر ۲۰۰۱م کال کې د امريکايي يرغل په ايتلاف کې افغانستان ته راغلل او ۲۰۰۶ م کال کې يې د هلمند ولايت د امنيت چارې او پوځي ماموريت پر غاړه واخيست.

له هغه وخته، چې بهرني عسکر په ځانګړې توګه برتانويان هلمند ته تللي وو او د طالبانو پر ضد يې عمليات پيل کړل، نو نه يوازې دا، چې طالبان يې کمزوري نه کړل، بلکې اوس هم د هلمند په ګډون د هېواد ډېره برخه د طالبانو کنټرول کې ده او وخت پر وخت یې پر بهرنيو عسکرو قوي بريدونه او چاودنې هم کړي دي.

تر اوسه د برتانوي نظامي افسرانو او سياسي چارواکو ډېر لږ شمېر غړي دا خبره مني، چې دوی افغانستان کې خپلو موخو ته رسيدلي او د ناټو چتر لاندې يې د افغان ولس خدمت کړی دی.

د امريکا او ايتلافي هېوادو ډېری غړي وايي، چې دوی پر افغانستان د يرغل پر مهال هيڅ ستراتيژي نه درلوده او يوازې د يو شمېر کسانو پر خيالي خبرو تېروتي وو.
يرغلګر له تاريخه ناخبره دي

د برتانيې د دفاع پخواني وزير ډاکټر ليام فاکس «ډيلي ويسټرن» برتانوي ورځپاڼې سره د يوې مرکې په ترڅ کې ويلي، چې د غربي هېوادونو دا فکر، چې افغانستان کې به د تامس جيفرسن ديموکراسي پلې کړي، يو احمقانه فکر و.

نوموړی وايي، چې «زموږ پاليسي جوړوونکي د تاريخ له پاڼو نا خبره دي او که زموږ چارواکو تاريخ لوستی وای، نو هيڅکله به يې پر افغانستان بريد نه و کړی»

ډاکټر ليام زياتوي، چې دوی افغانستان کې د طالبانو حکومت نسکور کړ، مګر د څو کلونو په تېرېدو دغه دی طالبان ورځ تر بلې قوي کيږي او دخپل واک اوځواک سيمه يې پراخيږي، چې دا کار د امريکا او بريتانيا په ګډون د ګردې نړۍ لپاره د شرم خبره ده.

د منځنۍ اسيا د چارو کارپوه امريکا مېشتي ليکوال او ژورناليست احمد رشيد نيويارک ټايمز ته په خپله مقاله کې ليکلي، چې د افغانستان سويل کې هلمند ولايت هغه ستراتيژيکه سيمه ده، چې د هر چا په لاس کې وي، د ټول سويل د فتحې او شکست دعوه پرې کولای شي.

احمد رشيد زياتوي، چې د افغانستان سويل کې د نورو ولايتونو په ګډون د هلمند ډېره برخه د طالبانو په لاس کې ده او کولای شي، چې هر وخت هر ځای وغواړي، پر بهرنيو او کورنيو عسکرو او دولتي ودانيو بريدونه او چاودنې وکړي.

د بريتانوي عسکرو پخوانی مشر جنرال پيټروال بي بي سي سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي، چې چې دوی فکر کاو، چې د افغانستان لپاره يې د يو شمېر معلومو نظامي دندو لپاره عسکر په کار ګمارلي، مګر اوس په زغرده اعتراف کوي، چې دوی په خپلو اټکلونو کې تېروتي وو.

جنرال وال زياتوي، چې د هلمند ولايت پوځي مسؤوليت دوی سره و، مګر دی په دې خبره اعتراف کوي، چې د افغانستان په اړه د دوی اټکلونه او يرغل په بشپړه توګه غلط و او دی په زغرده وايي، چې دوی د هلمند پوځي ماموريت کې پاتې راغلي او هيڅکله دغه دعوه نه شي کولای، چې دوی خپل مسؤوليت ترسره کړی دی.

په لنډو ټکو ويلی شو، چې د امريکا د نورو ايتلافيانو په ګډون بريتانوي عسکرو هم په ډېر کبر او لويي پر افغانستان يرغل وکړ او دا فکر يې کړی و، چې دوی به افغانستان د تل لپاره اشغال کړي، مګر دوی د افغانانو له تاريخ، مېړانې او ايمانه نه و خبر، چې دلته اوسپنه او ايمان دې ټکر شوي، خو اوسپنه يې ويلې کړې ده.

د برتانيا پخواني لومړي وزير ټوني بلير د کمپ باسټن پوځي اډې څخه د ليدنې پر مهال خپلو پوځيانو ته اعلان کړی و، چې دوی به له دې پوځي مرکزه د منځنۍ اسيا ټول هېوادونه کنټرولوي، مګر د څو کالو په تېرېدو، يې چې عسکرو مرګوني ګزارونه وخوړل، بالاخره دې ته مجبور شول، چې دغه هېواد پرېږدي.

د استاد عبدالباري عطوان خبره رښتيا ده، چې يرغلګر يوازې د ټوپک په ژبه پوهيږي او دا غوړ مخي ديموکراتان، ډالر پرستو سره خو د دين، وطن، ناموس او تاريخ غم نه شته، بس ټول عقل يې په خېټه کې دی او غواړي، چې له هرې لارې وي، يوه مړۍ ډوډۍ راپيدا کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حماد ابوبکر

دلته اوسپنه اوایمان دی ټکر شوی څوڅو واره رسوایی نه بل څه نه و برخلیک دظالمانو . حقیقت هغه دی چی قران بیان کړی قرآن همیشه یادوی چی کافران عقل نلری ، دوی د څاروو پشان دی ، له څاروو هم ګمراه دی .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x