نظــر

موساد «ډاکټر شقاقي» څرنګه ترور کړ؟

لیکوال: مجتبی نصرتیار

ډاکټر فتحي شقاقي د فلسطین د اسلامي جهاد د غورځنګ بنسټ ایښودونکی و. د اسلامي او جهادي مفکورې له امله د اسراییلو لخوا او همدا راز څو ځله په مصر کې بندی شوی دی. په وروستي ځل له زندان څخه د ازادیدو نه وروسته په مختلفو عربي هیوادونو کې اوسید خو ډیر وخت د سوریې په دمشق کې استوګن و.

د اسلامي جهاد د غورځنګ جنګیالیو په یو لړ عملیاتو کې ۲۲ تنه اسراییلي عسکر مړه او ۱۰۸ تنه ژوبل کړي وو، نو د اسراییلو د هغه وخت ولسمشر اسحاق رابین امر کړی و چې د دې ډلې مشر باید ترور کړل شي.

هماغه و چې له نن څخه ۱۹ کاله وړاندې په ۱۹۹۵ کال کې وروسته له هغه چې په لیبیا کې له یو کنفرانس څخه بیرته راستنید د ایټالیې په مالټا جزیره کې د موساد لخوا ووژل شو

یوې اسراییلۍ ورځپاڼې (یدیعوت احرنوت) د ۲۰۰۷ کال د جون د میاشت په ګڼه کې د نوموړي د وژنې د پیښې تفصیلات خپاره کړي.

که څه هم ډاکټر شقاقي له کلونو راپدې خوا د موساد تر څارنې لاندې و خو د اسحاق رابین له امر وروسته موساد د نوموړي د ترور په عملي پلان لاس پورې کړ..

خو د اسراییلو د پوځي استخباراتو مشر (اوري ساغي) په دمشق کې د ډاکټر شقاقي د وژلو پلان «ساده ګي» وبلله او اندیښنه یې وښوده چې دا به د سوريايي ولس سخت غبرګون راوپاروي.

د رابین هم دا وړاندیز خوښ شو او موساد ته یې امر وکړ چې د سوریې څخه بهر په یو بل ځای کې یې د ترور پلان جوړ کړي. که څه هم دا کار د موساد لپاره سخت و خو د رابین له سپارښتنې سره سم یې په پلان کار پیل کړ.

له بلې خوا ډاکټر شقاقي هم دا محسوس کړې وه چې د موساد تر څار لاندې دی، ځکه یې له دمشق څخه وتلو ته زړه ډیر نه ښه کاوه، او د اسراییلو په وینا ځان یې «کلابند» کړی و.

د موساد سرچینې وايي چې د ډاکټر شقاقي سفرونه یوازې ایران ته وو، او همیشه به یې له دمشق څخه ایران ته په مستقیمو پروازونو کې سفر کاوه. که څه هم په دغسې شرایطو کې د موساد لپاره د نوموړي ترور ستونزمن و خو بیا هم موساد بدیل پلان جوړ کړ او د تطبیق لپاره یې هڅې کولې.

د ۱۹۹۵ کال په اکتوبر کې ډاکټر شقاقي یوه بلنه ترلاسه کړه او لیبیا ته په یو کنفرانس کې د ګډون لپاره دعوت ورکړل شو. په دې کنفرانس کې د فلسطیني مقاومت د ډلو مشرانو ګډون کاوه.

د موساد یو غړی، چې د نامه له څرګندولو ډډه کوي، وايي چې موساد پوهید چې د «فتح» ګوند یو لوړپوړی چارواکی (سعید موسی مرارة) به هم په دې کنفرانس کې ګډون کوي، څرنګه چې سعید موسی د ډاکټر شقاقي له سیالانو او حریفانو څخه و، نو اسراييلو باور درلود چې ډاکټر شقاقي به هرومرو د سعید موسی له خاطره په دې کنفرانس کې ګډون کوي. له همدې امله موساد خپلو متخصصینو ته د چمتووالي او امادګۍ خبر ورکړ.

ډاکټر شقاقي له دې وړاندې د ایټالیا د مالټا جزیرې له لارې لیبیا ته سفرونه کړي وو، نو اسراییل پوهیدل چې دا ځل به هم په همدې لار لیبیا ته سفر کوي.

موساد د نوموړي د ترور لپاره دوه پلانونه جوړ کړل: لومړی دا چې ډاکټر شقاقي به لیبیا ته د سفر په ترڅ کې اختطاف کیږي. خو اسحاق رابین له دې پلان سره له دې ویرې چې په نړیواله کچه به په مشکل کې ښکیل شي، موافقه ونه ښوده. دوهم پلان دا وه چې نوموړی به په مالټا کې د شتون پر مهال ترور کیږي.

د موساد کسان د مالټا جزیرې ته ورسیدل او په هوايي ډګر کې يې د نوموړي انتظار کاوه. درې پروازونه راغلل خو ډاکټر شقاقي په کې نه و. د موساد کسان د نوموړي له راتګ څخه ناامیده شول. خو په دغه وخت کې يې د ځانګړې مخابرې له لارې واوریدل چې «لږ صبر وکړئ، هلته یو سړی په یو کونج کې تنها ناست دی». د موساد کسان ټاکلي ځای ته ورنږدې شول، ویې لیدل چې همدا مطلوب کس دی خو د ظاهري بڼې د تغیر په موخه یې مصنوعي ویښتان لګولي دي.

ډاکتر شقاقي پرته له دې چې وپوهیږي د موساد تر څار لاندې دی، د مالټا په هوايي ډګر کې تر یو ساعت انتظار وروسته د لیبیا پر لور په کنفرانس کې د ګډون په موخه رهي شو. د موساد سرچینې وايي چې نوموړي هلته د فلسطین د مقاومت د مختلفو ډلو له مشرانو سره ولیدل.

د اکتوبر په ۲۶ تاریخ ډاکټر شقاقي بیرته مالټا ته راستون شو. موساد ته مخکې له مخکې معلومات و چې نوموړی لیبیايي پاسپورټ استعمالوي او د پاسپورټ نوم یې «ابراهیم شاویش» دی. د دغو معلوماتو پر بنسټ اسراییلو ته په مالټا کې د ډاکټر شقاقي پیدا کول ستونزمن نه و.

ډاکټر شقاقي سهار مهال د مالټا په یوې نسبتا صفا سیمه کې د یوې شپې لپاره په یو هوټل کې کوټه ونیوله. د کوټې شمیره یې «۶۱۶» وه. د شپې په یوولس نیمې بجې ډاکټر شقاقي له هوټل څخه بهر راوووت. د «مارک اینډ سپنسر» په نامه یو مارکیټ ته ننووت او یو کمیس یې وپیرود. بیا بل مارکیټ ته ولاړ او درې نور کمیسونه یې واخیستل.

د موساد سرچینې وايي چې ډاکټر شقاقي د مالټا په جزیره کې پیاده روان و او هغه «یاماها» ډوله موټرسایکل ته متوجه نه و چې په ټوله لار کې یې نوموړی څارلی و.

موټرسایکل چلوونکی ډاکټر شقاقي ته ورنږدې شو او له هغه سره څنګ په څنګ شو، په دې وخت کې د موټرسایکل چلوونکي شا ته سپور کس له جیب څخه «بې غږه» تفګنچه راوایسته او شقاقي يې درې ډزه په سر وویشت. تفنګچه په داسې میتود جوړه شوې وه چې د تشو ګلولو لپاره یې ځانګړی جیب درلود او له ډز وروسته به تشې ګلولې په همدغه جیب کې راغونډیدې؛ د دې لپاره چې د پیښې په ځای کې داسې اسناد او شواهد پرېنږدي چې په پیښه کې د صهیونیستي رژیم لاس لرل ترې ثابتیدای شي.

وروسته معلومه شوه چې موټرسایکل د دې پیښې څخه یوه شپه وړاندې غلا کړل شوی و، او د موساد کسان پرته له دې چې وپیژندل شي له مالټا څخه ووتل.

د موساد په نظر د ډاکټر شقاقي ترور د دوی لپاره بریالي او کامیاب عملیات وو.

(په اردن کې د حماس د سیاسي دفتر د رییس «خالد مشعل» د وژلو دسیسه څنګه ناکامه او افشا شوه؟ دا به په راتلونکې لیکنه کې ولولئ)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx