افغانستان

پکتیکا: په یوه چاودنه کې 20 ملکي کسان وژل شوي

afghan_boy_injured_innato_air_strikeنن ټکی آسیا/رسنۍ

یو حکومتي مسؤل ویلي چې د پکتیکا ولایت د خوشامندو په سیمه کې د یوې چاوندي له امله 20 ملکي کسان وژل شوي چې په هغو کې 13 ماشومان دی او ښځي دي.

د وزارت داخلي په یو بیانیه کي راغلي چې دغه چاودنه په یو رکشه کې سوې، او پړه یې د افغانستان پر دښمنانو واچوله، افغاني حکومت خپل مخالفینو طالبانو ته د افغانستان دښمنان وايي.

د تیرو څلورو ورځو راهیسي داسي پيښي چې ملکي کسان زیات شمیر په کښي وژل کیږی خورا زیاتي سوي، او تر اوسه په کښي 28 ملکی کسان وژل شوي، چې اکثره یې ماشومان او ښځي دي.

کله چې نن ټکی آسیا د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد څخه ددغو پيښو په اړه وپوښتل نو نومړي وویل چې ټولي هغه پيښي چې ملکی کسان په کښي وژل کیږي مونږ په کلکه غندو، او نه مونږ لاس په کي لرو، ده وویل چې په داسي پيښو کې بهرني یرغلګر ځواکونه لاس لري تر څو مونږ په بدنام کړي، او زیاته یی کړه چې په عراق کی هم دوی دغسي وکړل او اوس بیا غواړي چې د عراق سیناریو دلته په افغانستان کې تکرار کړي، ده زیاته کړه چې طالبان د همدي هیواد بچیان دی او نه غواړي چې هیوادوالو ته یی هیڅ ضرر ورسیږي.

که څه هم طالبان دداسي پيښو په وار وار غندلي مګر ملل متحد، بهرني ځواکونه او افغاني چاروکي دداسي پيښو پړه همیشه په خپلو مخالفینو طالبانو باندي اچوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x