افغانستان

د کورنیو چارو وزارت: د بدخشان په جګړه کې اوولس عسکر ورک دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۵مه، ۱۳۹۳ل): د کورنیو چارو وزارت مسوولینو منلې ده، چې د بدخشان په دوه ورځنۍ جګړه کې اوولس تنه عسکر لادرک شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي نن یکشنبه له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالي کې له طالبانوسره په نښته کې د صوفیان دره کې د یوې پوستې اوولس عسکر ژوندي ورک شوي دي.

صدیقي وویل چې په جګړه کې درې پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. او یوولس طالبان يې له منځه وړي دي.

بل لوري ته د بدخشان امنیه قومندان جنرال بابه جان وايي چې طالبانو د صوفیان دره په سیمه کې په ګڼو پوستو بریدونه کړي، چې څلور تنه پولیس يې وژلي او اته نور يې له ځان سره بيولي دي.

طالبانو بیا د بدخشان په دوه ورځنۍ جګړه کې د دېرشو عسکرو د نیولو دعوه کړې.

طالبانو رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي چي د دوی ملګرو د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالي کې په بېلابېلو نښتو کې په یوځل دیارلس او وروسته اوولس نور عسکر نیولي دي. او خوندي ځای ته يې رسولي دي.

په شمال کې په داسې وخت کې د طالبانو واک مخ پر زیاتېدو دی، چې د نوي حکومت لپاره د هېواد په جنوب کې هم پرلپسې پراخ بریدونه ننګوونکي دي.

یاده دې وي د بدخشان په وردوج کې نن هم جګړه په شدت روانه ده او ورسره جوخت د کندوز په څارنوالي هم ډله ییز سرتېری برید شوی، چې طالبانو يې مسوولیت منلی، خو بشپړ جزیات يې لا له رسنیو سره نه دي شریک شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قاري سعيد خوستئ

محترمه دلته املائي غلطي شوي ده
دكورنيو چارو وزارت ورك شوي كسان ۱۷ ياد كڑي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x