افغانستان

د «افغانستان ایکسپریس » ورځپاڼې مسوول مدیر له هېواده ویستل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۵مه ۱۳۹۳ل): د کورنیو چارو وزارت وايي چې د «افغانستان ایکسپریس» نومې ورځپاڼې مسوول مدیر له هېواده تښتېدلی دی.

افغانستان ایکسپریس ورځپاڼې چې د تلې په ۲۳مه يې یوه لیکنه چې الله جل جلاله، محمد صلی الله علیه وسلم، قران کریم او اسلام ته په کې سپکاوی شوی و خپره کړې وه.
ددغې مقالې لیکوال جاوید اهوار نومیږي او د هېواده بهر اوسیږي.

که څه هم د افغانستان ایکسپریس ورځپاڼې پر ضد د افغانستان په ګوټ ګوټ کې لاریونونه وشول او لا هم روان دي، د ګډ حکومت ولسمشر، اجراییه رییس، وزیرانو شورا او ان عبدالرب رسول سیاف دغه مقالې لیکوال له اسلامه وتلی وباله.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار جلال نوراني پژواک خبري اژانس ته ویلي چې یاد وزارت څو ورځې وړاندې کورنیو چارو وزارت ته مکتوب استولی څو د افغانستان ایکسپریس ورځپاڼې لیکونکی، مسوول مدیر او نور اړوند مسوولین ونیسي.

خو کورنیو چارو وزارت تر دې مهاله د افغانستان ایکسپریس ورځپاڼې هیڅ یو مسوول نه دی نیولی.

نوراني وايي چې کورنیو چارو وزارت د دغو کسانو د نیولو او تښتیدلو په اړه هيڅ معلومات نه دي ورکړي.

که څه هم ولس په دې باور لري چې د افغانستان ایکسپریس ورځپاڼې مسوول مدیر ته حکومت د بهرنیو ځواکونو پر امر د وتلو لاره برابر کړې خو د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې د یادې ورځپاڼې مسوول مدیر له افغانستانه تښتېدلی دی.

صدیقي وايي چې یو شمېر کسان یې نیولي او تر عدلي تعقیب لاندې راوستي دي خو نوموړي دا څرګنده نه کړله چې یاد کسان څوک او په افغانستان ایکسپریس ورځپاڼه کې يې څه دنده ترسره کوله.

داسې راپورونه هم ورکول شوي چې دولت د هغې مطبعې کارکوونکي نیولي چې د افعانستان ایکسپریس په شمول یو شمېر ورځپاڼې چاپوي، د حقوق پوهانو په اند دغه کسان په دغه قضیه کې پړه نه دي، بلکې اصلي پړه مسوول مدیر، ایډيټر او د مقالې لیکوال دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شبيراحمدحماس

سبحان الله ڈیره عجیبه خبره ده چی قران کریم دی سوک بی عزتی وکری اوبیادی دی دافغانسان سخہ ووی.دا کہ یی اوس یو مجاهدٹینگ کڑی وی چہ اوس بیا دبگرام پہ زندان کی بہ بیاناست وی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x