پخې خبرې – لیکوال: حامد افغان

لیکوال: حامد افغان

(1)
په لاندي ایت کې ” ْ أَوَّلِ يَوْمٍ” د رسول الله صلی الله عليه وسلم هجرت لومړیو ورځو ته نغوته ده، دا پېښه هم د هجرت په لومړیو ورځو کې رامنځته شوې وه، نو ځکه عمربن الخطاب رضي الله عنه د هجرت له پیښې هجري تاریخ پیل کړ، او د هجرت له پیښې اسلامي تاریخ پيل کیدل نه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له زیږېدني او وفاته دا معنا لري چې دا د کار او عمل امت ده نه د ځانګړو پېښو او زمانو. دا خبره السهیلي له ځیني صحابه وو هم روایت کړې ده. لَمَسْجِدٌ أُسِّسَ عَلَى التَّقْوَى مِنْ أَوَّلِ يَوْمٍ أَحَقُّ أَنْ تَقُومَ فِيهِ، . التوبة 108.
(2)
امام قاضي احمد ابن سريج الشافعي (243 – 306)، أبوبكرمحمد بن داود الظاهري (255 – 297) او امام ابوعبدالله ابراهيم نِفطَوَیهْ النحوي (323 – 244) رحمهم الله دريواړه د کوم واده توی ته بلل شوي و، دوی په لاره روان وو مخته یې لاره دومره تنګه شوه چې ایله یو کس پرې تلی شوی، دوی دریواړو یوه بل ته د مخته کیدلو وویل، قاضي ابن سریج وویل: دا تنګه لاره سړی بې ادبي ته مجبوره کوي، ابن داود الظاهري وویل: خو د سړیو د ادب اندازه معلوموي، او نفطویه النحوي وویل: کله چې مینه پخه شي دا تکلفات له منځه وړي. وفيات الاعیان لابن خلکان، ج۱ص۳۲.
(3)
سلمان الفارسي رضی الله عنه وایي: یو څوک چې په سختي او اساني دواړو کې د الله حمد او ثنا وایي نو کله چې ستونزه او مصیبت ورته ورسیږي او الله ته دعا وکړي ملایکې ووایي دا خو د کمزوري سړي معلوم او شناخته غږ ده او بیا ملایکې سپارښتنه او شفاعتونه پيل کړي، او څوک چې په سختي او اساني دواړو حالتونو کې الله نه یادوي او نه یې حمد او ثنا ویي نو ده ته چې ستونزه او مصیبت ورسوي او الله ته زارۍ کوي ملایکې ووایي: دا نابلده غږ ده. مصنف ابن ابي شیبه.
(4)
امام احمد رحمه الله له حاتم الاصم رحمه الله نه پوښتنه وکړه چې له خلکو به ځان څنګه خوندي ساتو؟
هغه ورته وویل: هغوی ته به مال او شتمني ورکوې او له دوی به یې نه غواړې، دوی به ضرر درته رسوي ته به یې نه ورته رسوې، د دوی اړتیاوې به پوره کوې او د خپلو اړتیاو به دوی ته څه نه وایې، احمد وویل: حاتمه دا خو ډیره سخته نده؟! هغه وویل: که له دې سره هم د دوی له شره خوندي پاته شوې خوشاله اوسه. نو ځکه هر وخت د الله د راضي کولو کوښښ کوه که هغه راضي کړې د هغه مخلوق به هم در نه راضي او خوشاله وي.
(5)
ویل کیږي وتلی عالم معروف الکرخي رحمه الله یوه ورځ په بغداد کې د دجلې سیند په غاړه ناست و، په یوه وړه کشتۍ کې څو ځوانان ناست وو موسیقي یې غږوله او شراب یې څښل د ده مخته تیر شول، ده ته خپل یوه ملګري وویل: ته په دې اوبو کې دا خلک وینې چې د الله په سرکشي او ګناه لګیادي ښيرا ورته وکړه، معروف الکرخي رحمه الله لاسونه پورته کړل او ویې ویل: ای الله! لکه څرنګه چې دي دوی په دنیا کې خوشاله کړي دي زارۍ درته کوم چې په اخرت کې یې هم همداسي خوشاله کړه.
ملګري یې ورته وویل: موږ درته وویل ښيرا ورته وکړه، د دعا مو نه دي درته ویلي او ته دعا ورته کوي! معروف الکرخي رحمه الله ورته وویل: په اخرت کې چې الله خوشالي ورکوي د دې مطلب دا شو چې په دنیا کې به د توبې توفیق ورکړي، او که دوی توبه وکړي او جنت ته ولاړ شي تاسو ته هیڅ ضرر نه رسوي. (طبقات الاولياء لابن الملقن 1/47) .

یوه تبصره

  1. ګرانو مسلمانو زه مولوی فیض الله زابلی چوپانی له دی وروسته ما خپل دریځ بدل کړي اوس زه پخوانی مسلمان یم عادی په هیچا اعتراض نه لرم طالب یی که ملا ص ځکه چی زه خپله یو ملا یم نه ښایی ماته چی په طالبانو ملایانو پسی بدی ردی ووایم استغفر الله قران شریف حدیث اجماع قیاس شرعی حیثیت لری

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.