fbpx
quran

قراني اعجاز او د واټیکان عذرونه (۲)

لیکوال: حامد افغان

مصري عيسايي ډاکټر دویم ځل بیا کوښښ وکړ، د نړۍ مختلفو پوهانو، ادارو، ټولنو او واټیکان ته یې لیکونه ولیږل چې د قران د “علق ” کلمې بدیله کلمه ورته پیدا کړي چې د دې کلمې هومره معاني او مفاهیم ولري او یا یې نیمابي ولري خو دویم ځل یې بیا د مطلوب ځواب پر ځای “عذرونه” ترلاسه کړل. دکتور ابراهیم خلیل هم پخپل کتاب ” لماذا اسلم صدیقي وتحدیات الفاتیکان ” کې هم د “علق ” کلمه له لنډ تفصیل سره راخیستې ده او موږ یې زیات تفصیل را اخلو داکلمه د قرانکریم په د “العلق ” په سورت کې اوومه کلمه ده: ” خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ ” [العلق: 2]، دا کلمه په عربي کې خورا زیات مفاهیم او معناوې لري چې دلته یې له لغوي تفصیل مخکي د اعجاز بحث را اخلو.

د قرانکریم د ‘علق’ کلمې اعجاز

د ‘ علق ‘ په کلمه کې په رښتياهم هېښوونکی اعجاز نغښتی ده هغه داسي چې د عربي لغت کتابونو د دې کلمې 31 معناوې کړې دي اوس که د دې کلمې ټولې معناوې په دقت سره وڅیړل شي دا هره معنا د انسان یو ځانګړی صفت ده!! یعني کله چې د مور په ” رحیم ” کې د ښځې او سړي ماده منویه سره ګډه او ځاې شي او سره غوښه وګرځي له همدې مهاله رانیولي تر هغو چې انسان پوره سړی/ښځه وګرځي په دې موده کې په انسان کې د دې کلمې یو دېرش معناوې د هغه مختلف تشریحي، فزیکي، روحي، عاطفي او ټولنیز صفتونه دي.

د ‘علق’ کلمه چې له ” ع ل ق ” نه جوړه شوې ده موږ په پښتو کې ‘ د غوښې سخته ټکړه ‘ سره ژباړو په انګليسي کې په Blood Clot سره، او په عربي کې د عربي لغت مشهور کتاب د ابن منظور “لسان العرب ” ته ورځو، لسم ټوک د ‘ق’ ماده، له 261 نیولې تر 270 پوري یعني پوره لس مخونه:

1- علق في الشيء علقا: یعني خښېدل او نښتل. لکه د انسان لومړۍ ماده د مختلفو اجزاو له سره نښتلو او ترکیب وروسته رامنځته شي.
2- علقت الشيء علقا: لزمه، داسي نیول چې له لاسه دي ونه وځي.
3- علقت نفسة بالشيء: په یوه شي پوري ځان تړل.
4- علقت منة كل معلق: له یوه شي سره زیاته مینه لرل. مینه علاقه او تړاو د انسان صفتونه دي.
5- اعلق أظافرها في الشيء: په یوه شي کې نوکان خښول.
6- رجل علاقية: له یوه شي سره عادت کیدل. تعود او عادت اخیستل د انسان له خویونو نه یو ده.
7- علق علاقا وعلوقا: خوراک.
8- العلق: هر خوراکي شی.
9- علوق: شیدې.
10- عليق: نری مشروب لکه اوبه.
11- العلوق: منى الفحل: ماده منویه.
12- يعلق في الشيء من شجر: له ونې میوه او یو شی ترلاسه کول.
13رجل ذي معلقة: په هر شي پوري د سړي نښتل.
14- المعلق: هغه شی چې لوښی پرې صفا کیږي.
15- علق الثوب من الشجر علقا: په ونه کې جامه ځړول.
16- العليق: نبات معروف يتعلق بالشجر ويلتوي علية، پيروتې، معلوم بوټی چې په ونو تاويږي. انسان هم په مختلفو شیانو پوري د اړیکې په مهال نښلي.
17- المرأة العلوق: هغه ښځه چې میړه یې مینه نه ورسره کوي. کرکه او نفرت انساني خوی ده.
18- العلوق: المنية، یعني مرګ.
19- العلاقة: جګړه او شخړه، ‘رجل معلاق’ جګړه مار سړی.
20- العلق: الدم الجامد الغليظ، وچه او سخته وینه.
21- علقة: د اوبو یو ډول سور رنګه ژوې ده لکه وینه.
22- علق: د اوبو یو ډول تور چینجی.
23- علقة:د اوبو سور رنګه چینجی ده په بدن پوري نښلي او وینه زبښي. لکه د مور په ګیډه کې جنین.
24- العلاقة: لیري کیدل او کرکه.
25- العلائق: د پلورنې شیان. لکه له تجارت سره د انسان اړیکه او د هغه اړتیا.
26- العلق: په یوه شي کې تر ټولو ښکلی او ارزښتناک شی، لکه په انسان کې روح.
27- العلاقى: القاب او د ویاړ او فخر توري. د حسب، نسب، پوهې او نور مختلف القاب انسان خوښوي.
28- العلاقى: سخت جدل او بحث کوونکی انسان یعني د جدل مینه وال.
29- معلاق: د بلیغې ژبې څښتن.
30- علقت المرأة: یعني ښځه بلاربه شوه.
31- وما يعلق على يدها من خير ای ما ذقت: د هغه له لاسه ښه شی او خیر نه څکل.

د دې معناو تفصیل او په انسان یې تطبیقول او چسپول روښانه او ښکاره دي ځیني یې بیخي روښانه او ځینو ته یې موږ نغوته وکړه، نو خبره صفا شوه چې د قرانکریم یوه کلمه څومره تفصيلات او تشريحات لري او بیا عجیبه دا ده چې دا ګڼ شمیر معناوې د انسان مختلف صفات او خویونه دي!! او د انسان دا هر صفت د مختلفو علومو له نظره اوږدې تشریح او سپړنې ته اړتیا لري نو پرته له مبالغې دا یو حقیقت دی چې د دومره اوږدو تفصيلاتو او دقیقو معلوماتو د بیانولو له پاره څو ټوکه کتاب ته اړتیا ده خو قرانکریم دا تفصيلات په دې یوه کلمه “علق” کې ځای کړي دي!! . سبحان القائل: ” خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ ” .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د