ټولنیزه برخه

حقیقت پټ دی

دادمحمد ناوک
حضرت امام غزالي رحمه الله پر انسان غږ کوي چې بې له تجربې دي د حواسو په معلوماتو باور نه کوي. د هغه په خبره سترګې موږ ته ستوري دومره واړه ښکاره کوي چې لیدونکی فکر کوي چې په لاس کې يې نیولای شي، خو څېړنو ښوودلې ده، چې ځینې ستوري تر ځمکې هم لوی دي. دا چې ولې سترګو ته دومره واړه ښکارېږي، موږ ته يې سبب د ستورو او سترګو ترمنځ پراخه فاصله ښکاري. خو په داسې حال کې چې په سترګو کې لسګونه کیلومتره فاصله او متر فاصله یو برابر یو سانتي متر مکعب ځای نیسي. ځکه خو حواس د انسان د درون او بېرون سره نښلوونکې وسیلې دي، مګر د دې وسیلو پر کره لېږد پوره باور نه دی پکار. سترګې د دې پرځای چې شیان راښکاره کړي، عکسونه يې راښکاره کوي.

تاسې به ليدلي وي، چې کله مو له غوږ سره کومه غوماشه بنګ ـ بنګ وکړي، ایله مو دې ته پام شي چې د دې موجود وزر هم غږ کوي، په داسې حال کې چې که له موږ لرې د کوټې په کونج کې مو په سترګو ولګېږي نو بې غږه راته ښکاري. یعنې زموږ غوږ هر غږ په هره فاصله کې نشي راکش کولای، نو دا به دا مانا نه لري چې د خپل غوږ د کمزوري په خاطر ځينې غږ لرونکي بې غږه وبولو. فزیک هم ورته نظر لري، وايي هغه غږونه چې د اهتزاز فریکونسي يې تر شل ښکته وي، نه اورېدل کېږي یا تر شل زره پورته وي هم د اورېدلو نه دي. دا پردې مانا چې تر یادو فریکونسیو ښکته او پورته غږونه هم شته، دا چې موږ يې نشو اورېدلای او زموږ د غوږ کمزوري د هغوی پر نیستي دلالت نه کوي.

د خپلو پنځو واړو حواسو اړوند دغسې څو ـ څو مثالونو وړاندې کولای شو، چې پر دې مو اعتراف ته اړ کوي چې حواس مو کره سرچینې نه دي. خو د دې لپاره چې په ټولنیز چاپیریال کې ځان درک کړو او ځان دنورو په وړاندې ثابت کړو مجبوریو له همدې حواسو کار واخلو ځکه چې له بدنه د باندې د احسان الله درمل خبره په همدې کړکیو اړیکې نیسو. خو دا چې باندیني ارتباط دا لارې د هر چا بېلې او د هرچا د درک او لېږد قوه بېله ده، ځکه خو په ټولنه کې جنجالونه رازېږي. زه وایم چې که سره وپېژنو نو د ځمکې د کرې پر مخ به جنجال نه وي. خو پېژندنه ځکه سخته ده چې هر چاته خپل اخیستی درک او اخیستل شوي برادشتونه سم ښکاري د دې سم لپاره د سموالي معیار هم هغه له ځان سره لري او په مقابل کې يې چې څوک ناسم بولي له هغه سره هم ډېر وخت دناسموال معیار د ده د برداشتونو په اساس وي، ځکه خو چې په کومه ټولنه کې د انساني فکر په اساس په جوړو شویو وضعي قوانینوپرېکړې کېږي، جنجالونه پکې ډېر وي.

تر اوسه هم د اشیاو د ماهیت اړوند دحقیقت ډېری موندونکي سره یوه خوله نه دي، ارسطو د موجوداتو د ماهیت په اړه وايي چې سره له دې چې په چاپیریال کې مو شیان له جزونو جوړ دي خو هر شی پخپله یو «شئيت» هم لري، هغه وايي چې که فرضاً مېز له لرګیو، مېخونو، رنګ او هندسې شکلونو په ګټې رامنځ ته شوی، پر دې سربېره خپل «مېز توب »  هم لري چې پر اساس يې همدا شیان په مېز کېدلو نومول شوي دي. هغه پخپله خبره کې د شپږ عدد یادو ي او وايي چې شپږ سره له دې چې له شپږ واره یو نه جوړ شوي، پخپله هم پکې د شپږ توب «سادسیت» ځانګړنه شته، چې پر اساس يې موږ شپږو ته فرضاً اته نه وایو. خو دا هم یواځې تیوريکي مسئله ده چې کېدای شي د قوي منطق پر زور یا هم د قوي درک په زور په چا ومنل شي.

حقیقت په شیانو کې د هغوی د ماهیت په مانا او په هغه څه کې چې مادي وجود نه لري د هغوی د اصلي درک په مانا اخیستی شو. زما په نظر حقیقت پټ دی او انسان کله هم نشي کولای چې په مادیاتو یا بې مادي موجوداتو کې حقیقت درک کړي. که انسان غواړي چې فرضاً د مېز مېزیت پیدا کړي دی باید د مېز په مېزيت کې د ننه وي، چې امکان نه لري، همدارنګه که یو څوک غواړي چې دیو بل چا په خبره سل په سلو کې د هغه ویل شوی مطلب درک کړي، باید سل په سلو کې پخپله «هغه » شي، چې بیا هم امکان نه لري.  پر دې اړه د یو چینايي فکري رهبر کیسه مشهوره ده، چې له خپل ملګري سره د سیند په غاړه روان و، او ملګري ته يې وویل:
ـ ماهیان څومره خوشاله دي، څنګه ټوپونه وهي!
ملګري يې ترې وپوښتل:
ـ ته خو ماهی نه يې، ته څه خبر يې چې هغوی خوشاله دي؟
ده سمدستې ځواب ورکړ:
ـ ته خو هم «زه» نه يې، ته څه خبر يې چې ما يې خوشالي نه ده درک کړې؟

له دې حکایته په ګټې د حقیقت د اصلي درک په پار باید پخپله حقیقت شې، چې اوس شونې نه ده، ځکه موږ په مجازي نړۍ کې اوسي او دمجازي اړیکو په منځ کې مجازي ژوند تېرو، له مجازه د حقیقت درک د مجاز د پردې په څېرولو شونی دی.

ګرانه لوستونکي ته پوهېږې، ته همدا شېبه د همدې کرښې اصلیت نه شې درک کولای، ځکه چې ته دا کرښه نه، بلکې د هارون یحی خبره ته په ذهن کې د دې کرښې اخیستل شوی تصویر لولې!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x