افغانستان

ځانګړې محکمه: ولسمشر دې نوی پارلمان نه پرانیزي

sadequllah_haqiqد افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو د ارزونو ځانګړې محکمې له ولسمشر کرزي وغوښتل، چې تر راتلونکې یوې نیمې میاشتې پورې نوی پارلمان افتتاح نه کړي.
د دې محمکې چارواکي وايي د سلګونه شکایتونو ارزول ښييٍ چې په تېرو پارلمان ټاکنو کې پراخې درغلې شوې دي:
”ستاسو د ادعاوو په رڼا کې د شفافیت لپاره، ملت، بریالیو نوماندانو او پارلمان ته په درناوي سره، د ځانګړې محکمې پرېکړه دا ده چې ښاغلی ولسمشر دې د پارلمان پرانیسته وځنډوي.”
د ځانګړې محکمې په وینا، په تېرو پارلماني ټاکنو کې پراخه درغلۍ د ټاکنو پر پایلو اغېز کولی شي.
د دغې محکمې رییس صدیق الله حقیق وايي، تر اوسه د ټاکنو خپلواک کمېسیون له دغې محکمې سره هېڅ راز همکاري نه ده کړې.
نوموړی وايي چې کمېسیون د محکمې غوښتنو ته منفي ځواب ویلی دی.
پر همدې مهال لسګونه معترضو نوماندانو خبر داری ورکړی، که چېرې ولسمشر حامد کرزی پارلمان پرانیزي، حکومت به له لویو ستونزو سره مخامخ شي، چې په وینا یې ان ولسمشر به هم خپل مشروعیت له لاسه ورکړي.

بی بی سی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x