افغانستان

اشرف غني احمدزی په رسمي سفر چین ته روان شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۵مه ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزی نن شپه ناوخته چین ته په یوه رسمي سفر روان شو.

د ولسمشر د ماڼې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اشرف غني احمدزی د چین د جهور رییس «جینګ پینګ» په بلنه په څلور ورځيني سفر د یو لوړپوړي دولتي پلاوي سره بیجنګ ته روان شو.

خبرپاڼه کاږي چې اشرف غني احمدزی به په دغه سفر کې د چین د جمهور رییس په شمول ددغه هېواد لومړي وزیر او د پارلمان له رییس سره وګوري.

ټاکل شوې چې په دغه څلور ورځېني سفر کې به د اشرف غني احمدزي په مشرۍ ګډ حکومت له چین سره د همکارۍ څو موافقه لیکونه لاسلیک شي.

همدا راز اشرف غني به د چینايي او افغاني پانګه والو سره په یوه غونډه کې ګډون هم وکړي.

په دغه سفر کې د اشرف غني احمدزي سره د کمونستانو د واکمنۍ پر مهال د خاد استخبارتي ادارې کارکوونکی او د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر، بهرنیو چارو وزیر ضرار احمد عثماني، ماليې وزارت سرپرست وزیر حضرات عمر زاخېلوال، ملي دفاع سرپرست وزیر بسم الله خان محمدي په شمول یو شمېر نور چارواکي او د ملي شورا ځېنې غړي هم ملګري دي.

د اشرف غني احمدزي په نه شتون کې به د دولت چارې د نوموړي لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم مخ پر وړاندې وړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x