
سمارټ فون نوی سافټ ویر چې په ایبولا اخته کسان نښه کوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۶مه، ۱۳۹۳ل): د ایبولا ځاني تلفاتو ټوله نړۍ وارخطا کړې ده. په دې ویروس اخته کسانو شمیر هره ورځ مخ پر زیاتیدو ده په داسې حال کې چې په ایبولا ناروغۍ اخته کسانو ته پر وخت رسیدل هم د دغې ناروغی په درملنه کې یو غټ خنډ دی. اوس دغه مشکل حل شو او د موبایل داسې سافټ ویر جوړه شوه چې نه یوازې په ایبولا اخته کس معلوموي بلکه د نوموړی موقعیت هم درښيي.
د موبایل کمپنیو په مرسته دغه نوی سافټ ویر جوړ شوی او له ایبولا څخه متاثره سیمو اوسیدونکو ته په وړیا ډول ورکول کیږي تر څو هغوي وکولی شي چې په دغه ناروغي اخته کسانو په اړه په وړیا توگه مسولو کسانو ته پیغام واستوي تر څو په اړه يي پر وخت اقدام وشي.
دغه نوی سافټ ویر کاروونکی کولی شي چې په ایبولا اخته کس او موقعیت يي مسولو کسانو ته د پیغام په مرسته ولیږي. د دې په وسیله ایبولا ناروغانو ته پر وخت درملنه او صحي ډله استول ممکن کیږي کوم چې تر اوسه پورې د دغې ناروغی مخنیوي په برخه کې جدي ستونزه وه.
دغه سافټ ویر د ایبولا ناروغي څخه وژل شوی کس موقعیت هم معلوموي تر څو مسول کسان وکولی شي چې جسد يي زر تر زره ښخ کړي چې دغه ناروغي له دې هم په چټک ډول خپره نه شي.
د موبایل کمپنیو په وینا دغه سافټ ویر د ناروغ کس ځای معلومولو سربیره دا هم معلوموي چې دغه ساحه کې کوم درمل او یا هم نور ضروري توکو ته اړتیا ده چې دغه کار به له صحي ډلو سره ډیره زیاته مرسته وکړي.