نادري ناولده

لندن: وزن کم کړئ او جایزه وگټئ!

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۶مه، ۱۳۹۳ل): وزن زیاتیدل د ټولې نړۍ مسله گرځیدلی او هر څوک غواړي چې له یوې خاصې طریقې سره له اضافي وزن څخه ځان خلاص کړي. همدې لپاره برتانوي حکومت کمپنیو ته امر کړی چې هر څوک خپل اضافې وزن کم کړي نو هغه ته باید جایزه ورکړل شي.

برتانوي حکومت د اضافي وزن کمولو دغه پروژه (Pound for Pounds) یعنې هر پاونډ وزن د پاونډ (برتانوي پیسې) حاصلولو لپاره نومولی. برتانوي عامه صحي خدمتونو مسولینو کمپنیو ته امر کړی چې اضافي وزن کمولو ته د خلکو هڅولو لپاره د جایزو اعلان وکړي تر څو خلک وزن کم او صحتمند ژوند وکړي.

برتانيي کې د عامه روغتیا مسولین وايي چې دوي هر کال ډیره زیاته بودیجه د اضافي وزن څخه منځ ته راغلې ناروغیو مخنیوي لپاره لگوي. د دغې لگښت کمولو لپاره اوس برتانوي حکومت غواړي خلک اضافي وزن کمولو ته وهڅوي.

راپورونو پر بنسټ برتانیه کې د ډیر عمر لرونکو خلکو له دریو څخه دوهمه برخه اضافي وزن او یا هم له چاغوالي څخه پیدا کیدونکي نورې ناروغیو باندې اخته دې چې بیا له دې جملې څخه زیاته برخه يي هغه خلک تشکیلوي چې میاشتني عایدات يې کم وي نو په همدې اساس حکومت د دوي درملنې لپاره ډیر لگښت ته اړتیا لري.

روغتیا نړیوالې ادارې څیړنو پر بنسټ اضافي وزن د زړه، شکر، گردو او سرطان په څیر ناروغیو لامل گرځي. همدې لپاره برتانیه او امریکا د دغو ناروغیو مخنیوی لپاره مختلفې پروژې باندې کار کوي.

په امریکا کې اضافې وزن کموونکي لپاره هره میاشت ۲۰ ډالره ورکول کیږي چې ۶۲٪ امریکایان له دغې پروژې څخه گټه پورته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x