نړۍ

اسلامي دولت انټرنيټي جګړه هم وګټله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۶مه ۱۳۹۳ل): د امريکا ولسي جرګه کې د کورني امنيت د کميسيون مشر مايکل مککاول« Michael McCaul» ويلي، چې د عراق او شام اسلامي دولت د نظامي جګړې تر څنګ انټرنيټي جګړه هم وګټله.

مايکل مک وړمه ورځ د کاناډا پر پالمان د شوي وسله وال بريد په اړه د امريکا پارلمان ته د خبرو پر مهال وويل، چې د عراق او شام اسلامي دولت لويديځو هېوادونو کې د انټرنيټ پر مټ خلک ځانته وربولي او د خپلو حکومتونو پر ضد یې وسله پاڅون ته هڅوي.

مايکل مک کاول زياته کړه، چې دغه انفرادي بريدونه د لويديځو هېوادونو لپاره ستر ګواښ دی او مخه نيول يې ناشوني دي.

مک کاول د امريکا پارلمان ته په خپله وينا کې وويل، چې تېره اوونۍ کاناډا کې يو سړي په خپل موتر يو پوليس وواهه او له هغې وروسته يو وسله وال بريدګر د کاناډا پلازمېنه اوټاوا کې پر پارلمان بريد وکړ او د پارلمان يو ساتونکی يې وواژه او وړمه ورځ امريکا کې يو تن دوه پوليس په تبر ووهل او ټپيان يې کړل.

مايکل مک کاول په دې اند دی، چې دا درې واړه پېښې اسلامي دولت د انټر نيټ په واسطه ترتيب کړې وې.

نوموړي زياته کړه، چې لويديځو هېوادونو کې د اسلامي دولت پلويان د انټرنیټ له لارې په پټو او خوندي ځايونو کې سره يو ځای کيږي او دوی به خپلو دغسې بريدونو ته دوام ورکوي او د داسې بريدونو مخنيوی ډېر ناشونی دی.

مايکل مک کاول وایي، چې د لويديځ پر ضد د نظامي جګړې تر انټرنيټي جګړه هم اسلامي دولت وګټله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x