افغانستان

سېګار: موږ په هر معیار ناکام شوي يو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۶مه، ۱۳۹۳ل): د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکايي مرستو د څار ادارې مسوولین وايي چې دوی په افغانستان کې د خپل ماموریت اړوند په هر معیار ناکام شوي دي.

په افغانستان کې د بیارغونې په پروسه کې د امریکايي لګښتونو د څار ادارې مسوول جان سوپکو دغه خبره امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز پخپله تازه ګڼه کې را اخیستې.

جان سوپکو نیویارک ټایمز ته ویلي چې دوی په نورو برخو سربېره د مخدره موادو په وړاندې د شويو لګښتونو او د هغوی په پایله کې د مخدره توکیو د کښت نه کمښت هم ناکام کړي دي.

د نیویارک ټایمز د دې مضمون له مخې جان سوپکو وايي چې په دې هېواد کې مالي مرستې ډېرې شوې دي، چې په پایله کې يې په مخدره توکیو اعتیاد رامنځته شوی دی.

د نوموړي په قول د مالي لګښتونو ډېرښت اعتیاد او اعتیاد بیا تجاوزونو ته زمینه برابره کړې ده، چې د تجاوزونو او تېریو کچه په بې نمونې ډول ډېره شوې ده.

ځینې شنونکي پر دې اند دي چې په هېواد کې د مخدره توکو د لېږد ـ رالېږد او خرڅلاو په برخه کې لوړ پوړي دولتي مسوولین شریک دي.

عام وګړي هم ورته نظر لري چې په مخدره توکو د روږدولو لړۍ له دولتي بودیجې او امکاناتو نه په ګټې پر مخ روانه ده.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی یارمحمد وايي چې د دې ښار په دشت برچي سیمه کې د روږدیو اشخاصو تر ټولو لوی ځای د دشت برچي پل دی چې چارواکي يې هم ويني او عام وګړي هم.

هغه وايي چې که دولتي مرسته او دولتي کړۍ په دې لړۍ کې ښکېل نه وي، نو دې سلګونو تنو ته نشه يي توکي له کومه رسېږي.

یاده دې وي سېګار په افغانستان کې د امریکايي لګښتونو د څار اداره ده چې دنده يې د بیارغونې په برخه کې د امریکايي لګښتونو د سم استعمال هڅه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x