افغانستان

نظرپوښتنه ښيي چې د افغانستان له جنګه د امریکایانو ملاتړ تر ټولو کم حد ته راټیټ شوی

afghanistan_war په امریکا کې له یوې نوې نوې نظرپوښتنې، چې پایلې یې نن (سې شنبه) اعلان شوې، څرګندېږي چې په دغه هیواد کې له هغه وخته چې بارک اوباما د امریکا ولسمشر شوی دی، د افغانستان له جګړې سره د امریکایانو ملاتړ تر ټولو ټیټ حد ته راکم شوی دی.
له دې نظرپوښتنې سره سم، چې د کواینپیک پوهنتون له لوري شوې، په سلو کې یوپنځوس امریکایان وايي چې د امریکا متحدایالتونه په افغانستان کې باید ځان له ښکېلولو وباسي.
په سلو کې له ۴۶ تر ۴۰ پوري پوښتل شویو امریکایانو د افغانستان د حالاتو د بدلولو لپاره د ولسمشربارک اوباما د هلو ځلو ملاتړ کړی.

اوباما له واک ته رسېدو وروسته افغانستان ته پام زیات کړ او د امریکايي ځواکونو شمېر یې اوس ۹۷ زرو ته رسولی دی خو په عین حال کې یې ویلي چې د سږکال له جولای څخه به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په ایستلو پیل وکړي او د افغانستان د امنیتي چارو مسوولیت به په تدریجي ډول تر ۲۰۱۴ پوري افغان ځواکونو ته وسپاري.
په نظرپوښتنه کې ډېرو امریکایانو باور څرګند کړی چې د متحدو ایالتونو اقتصاد مخ په ښه کېدو دی خو له دې سره سره تر پنځوس فیصدو زیاتو پوښتل شویو امریکایانو د ولسمشراوباما اقتصادي مدیریت او تګلاره رد کړې ده.
دا نظرپوښتنه له ۱۶۴۷ تنو څخه د پوښتنو پراساس شوې ده.
د هغې نظرپوښتنې له مخې چې تېرکال په مې کې د سي بي سي له لورې شوې وه او پایلې یې په جولای کې خپرې شوې په سلو کې ۴۴ امریکایانو په افغانستان کې د ولسمشربارک اوباما د جګړې تګلاره رد کړې او یا ناکامه بللې وه.
د سي بي سي د مې د میاشتې په نظرپوښتنه کې ۳۷ فیصدو امریکایانود افغانستان د نهه کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د ولسمشربارک اوباما تګلاره رد کړې وه .
خوپه سلو کې ۴۳ پوښتل شویو کسانود اوباما تګلاره تایید کړې ده .په مې کې د اوباما د پالیسۍ د تاییدونکو فیصدي ۴۴ وه .
خو د هغو کسانو شمېر ،چې په دې باب یې په مې کې ځان ته د څه ویلو جرات نه وو ورکړی ، له ۱۹ فیصدو ۱۳ فیصدو ته راکم شوی وو. په وروستۍ نظرپوښتنه کې دې ډول جزییاتو ته اشاره نه ده شوې.

تاند

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x