طالبان: «يرغلګر خپله ماتې د افغانانو په جنګولو پټوي»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۶مه ۱۳۹۳ل): وړمه ورځ د ناټو تر چتر لاندې برتانوي عسکر د هېواد په سويل کې له خپل ستر پوځي مرکز کمپ باسټن، څخه ووتل.

دغه ستر پوځي پنډغالی، چې عام خلک يې د شوراب په بیس پيژني، د هلمند ولايت مرکز لښکرګاه شمال لويديځ ته د نادي علي او واشير ولسواليو تر منځ سيمه کې جوړ شوی و.

امريکايي او برتانوي عسکرو د نوموړي پوځي مرکز د پرېښودو پر مهال وويل، چې دوی دغه کمپ په خپل لاس روزل شويو افغان امنيتي عسکرو ته پرېږدي، مګر هيڅ برتانوي او امریکايي چارواکي دا ونه ويل، چې دوی د هېواد سويل او په ځانګړې توګه هلمند ولايت طالبانو ته ماتې ورکړې او يا يې کمزوري کړي دي.

د برتانيا نظامي چارواکو وويل، چې دوی دا پوځي مرکز د خپلې ستراتيژي له مخې پرېږدي، مګر د برتانيا پخواني لومړي وزير ټوني بلير ۲۰۰۶م کال د ياد مرکز څخه د ليدنې پر مهال خپلو عسکرو ته ويلي و، چې باسټن کمپ به د دوی دايمي مرکز وي او له دې ځايه به د سيمې هېوادونه څاري.

څارونکي وايي، چې برتانوي عسکرو دا کمپ ځکه پرېښود، چې د هلمند ولايت ورسپارل شوي پوځي ماموريت کې پاتې راغلل او د طالبانو په مقابل کې يې د جګړې روحيه بايللې وه.

۲۰۱۲م کال د نومبر په مياشت کې د طالبانو پنځلس کسيزې ډلې پر کمپ باسټن سرتيري بريدونه وکړل، چې لويديځو رسنيو د چارواکو له قوله د يادو بريدونو د مالي او ځاني زيان اندازه تر ميليونونو ډالرو پورې وښوده.

په نوموړي بريد کې د ناټو لسګونه عسکر وژل شوي او د نورو مالي زيانونو سربېره اته جنګي الوتکې، د الوت کرښه «رن وې» او يو شمېر نور مهم پوځي الات پکې له منځه تللي وو.

څارونکي وايي، چې له هلمند ولايت څخه د ناټو عسکرو وتل د جګړې د پای ته رسولو په مانا نه دی، ځکه چې تر څو بهرني عسکر په افغانستان کې وي دا جګړه به روانه وي او بهرني عسکر يوازې له هغو سيمو وځي، چې کوم ځای پرې بريدونه او چاودنې کيږي او دوی ته په کې مالي او ځاني زيانونه اوړي.

د نظامي چارو کارپوهان وايي، چې امريکا او ايتلافيانو يې په افغانستان کې ميلياردونه ډالر ولګول او زرګونو عسکرو ته يې مرګ ژوبله واوښته او نور د دوی ولسونه اجازه نه ورکوي، چې د دوی د ماليو پیسې دې د افغانانو پر وژلو ولګوي او دغه هېوادونه د افغانستان د جګړې له امله له سختو مالي بحرانونو سره مخ دي او نور دا توان نه لري، چې دغه جګړه پر مخ بوځي.

طالبان: «يرغلګر خپله ماتې د افغانانو په جنګولو پټوي»

طالبانو د اوونۍ په تبصره کې دا ځل د هلمند ولايت باسټن پوځي اډې څخه د برتانوي عسکرو وتلو او د هغې د اغېزو په اړه تبصره کړې او دا کار يې د الله تعالی مرسته او د افغان مسلمان ولس د قربانيو او جهاد ثمره بللې ده.

تبصره کې راغلي، چې انګريزي لښکرې د افغان ولس د ديارلس کلنې قربانۍ په نتيجه کې له دې اډې ووتل او د سلګونو عسکرو په وژلو او زرګونو د ټپي کېدو په نتيجه کې دې ته اړ شول، چې دغه ستره پوځي اډه پرېږدي.

طالبانو د برتانوي او امريکایي چارواکو هغه وينا ته هم اشاره کړې، چې د کمپ باسټن د خالي کولو پر مهال يې کړي، چې دوی دغه کمپ او پوځي ماموريت هغه ته چا ته سپاري، چې دوی په خپله روزلي دي.

طالبان د بهرنيو نظامي چارواکو د پورته خبرو په غبرګون کې وايي، چې «يرغلګر غواړي، چې په خپله روغ جوړ وګرځي او د خپلو ګټو لپاره افغانان قرباني کړي او خپل ولس سره يې وجنګوي»
تبصره کې راغلي، چې کوم خلک د يرغلګرو د موخو لپاره د جګړې ډګر ته راوستل کيږي، له حقيقته نا خبره ساتل شوي او د چارواکو او بهرنيو عسکرو د ګډې لومې ښکاري او هغو یې د خپلو ګټو لپاره له خپل ولس سره جنګوي.

طالبانو پر ټولو عسکرو او امنيتي ځواکونو غږ کړی، چې حقيقت په خپله درک کړي او د افغانانو د دين او طن د تاريخي دښمن په استازي توب له خپل ولس ونه جنګيږي او د خپلو مشرانو په غولوونکو خبرو تېر نه وځي، ځکه د افغان دولت لوړپوړي چارواکي د يرغلګرو ملګري دي او د خپلو شخصي ګټو لپاره ساده زړي خلک کاروي.

د طالبانو اوونيزه تبصره کې راغلي، چې يرغلګر د افغان دولت د سرپرستۍ لاندې زموږ د دين، وطن او تاريخ پر ضد هر ډول کړنې ترسره کوي او يوه نمونه يې هغه ده، چې څو ورځې وړاندې د کابل په ايکسپريس ورځپاڼه کې اسلام او د الله تعالی مقدس ذات ته توهين شوی و.

دوی له امنيتي ځواکونو غوښتي، چې خپل ولس سره د جنګېدو پر ځای بايد له وخته په استفاده د خپلو ټوپکونو شپيلۍ د افغانستان او دين پر دښمنانو ورواړوي او د خپل هېواد په خپلواکۍ کې د دنيا او اخرت تاريخي وياړ وګټي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د