نظــر

ګلم جم څلور ورځې پاچا دی!

لیکوال: ډاکټر عطامحمد رحیمي
نن د جوړ جاړي په واسطه مشر شوی ډاکټر اشرف غني احمدزی چین ته په څلور ورځني سفر لاړ. له ده سره په سفر کې د د معمول په څېر پوره ډله ملګرې ده، خو نوموړي په ارګ کې خپل لومړی مرستیال پرې اېښی دی، څلو ورځې به په ارګ کې بشپړ د ګلم جم واک چلېږي او په کاغذونو به د لاسلیک پر ځای ګوته لګېږي. جنرال عبدالرشید دوستم چې په ګلم جم مشهور دی، د جوزجان ولایت د خواجه دوکوه ولسوالي د عبدالرحیم زوی د چې د خواجه دوکوه په لومړني ښوونځي کې يې تر شپږم ټولګي پورې درس لوستی.

ګلم جم په جوزجان کې د پرچم د فعال سید اکرام پیګير له لوري دې ډلې ته جذب شو او لومړی ځل يې د شبرغان د ګازو له کاري ډلې سیاست ته ګام واخیست. خاد ته ننوت، د يوې ټولۍ قومندان شو او وروسته د روس په فرمایش ۵۳ پیاده فرقې قومندان او په همدې موقع د شپږم ټولګي دې زده کوونکي ته د برید جنرالي رتبه ورکړل شوه. دوستم له دې سیاسي بې درکۍ ګټه پورته کړه او نېغ يې خپل ګوند اعلان کړ، چې پکې د وخت خورا مشهورې بدې څېرې لکه  پهلوان، شراف بیګ، لطیف پدرام، قومندان بدل او نورې پکې راټولې وي.

د امریکايي ښکېلاک لپاره د پایښت یو علت دا هم ښکاره شو، چې باید د وزې او لېوانو یو ګډ جوړښت رامنځ ته کړي چې که څه هم په خوله به د دوستۍ نغارې ډنګوي خو دوی پوهېدل چې هر یو ته تر اسلامي او ملي ارزښتونو خپلې شخصي ګټې ډېرې مهمې برېښي. ځکه خو د پرېمانه دلایلو پر اساس اشرف غني احمدزي د وحشتونو، ډله ییزو وژنو، جنسي تيریو او د چور او لوټ وتلې څېره عبدالرشید دوستم خپل لومړی مرستیال اعلان کړ.

د اشرف غني د لومړي مرستیال په توګه د نوم ثبتولو په وخت دوستم وویل: «وقت آن فرا رسیده است که همه ما از اثرات منفی‌ای که سیاست‌های ما در گذشته به مردم سراسر کشور رسانده است، از آنان معذرت بخواهیم. من می‌‌خواهم در این راستا پیش‌قدم باشم و بگویم که ما از همه‌ی آنانی‌ که در هر دو طرف جنگ‌ها متحمل آسیب شده‌اند، معذرت می‌‌خواهیم و سعی می‌‌کنیم تا انتخابات کنونی، سرآغاز صفحه جدیدی در سیاست کشورمان گردد که جنگ راه‌حل اختلاف‌ها نباشد؛ بلکه ما از راه هم‌پذیری، اصلاحات و گفتگو به وفاق ملی نایل شویم.»

د نوموړي دا خبرې د هغه په ټولو جرمونو اعتراف دی او دا جرمونه نه له امریکايي ښکېلاکګرو سره شوي دي او نه هم د اشرف غني احمدزي له مریم او طارق سره، بلکې د دوستم د وحشت په اور کې افغان ولس وریت شوی دی، ځکه خو يې د بښلو حق هم له ولس سره دی، نه د رایو اخیستو په خاطر له امریکايي الاصله لبناني محصل سره.  دوستم د کورنیو جګړو په وخت پخپله وحشت کې په چنګیزخان مشهور و، چې په ډله ییزو جنسي تيريو او د ځمکو په غصب کې يې بېل نوم درلود.

دوستم د امریکايي استخباراتي او پوځي ملګرو په مټ د قلعه جنګي خورا ستر تاریخي جنایت وکړ، چې ښايي د ګلم جم په دې څلور ورځنۍ پاچاهي د قلعه جنګي دېوالونه هم کوکې وکړي.

نن د افغانستان په خاوره د وحشتونو د نمونې دغه څلو ورځني واکمني د نړیوال مفکر د بشر ضد تفکر ښه نمونه کېدای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حماد ابوبکر

کیسه همغه ده ، یوارځی داجرتی قاتلانو کمپني او بادارانو تغییر وخوړ او تنخواګانی یی له روبلو څخه په ډالرو واوختی او امتیازات یی زیات شول، زمونږ په ولسی تعبیر خرهمغه دی کته یی بدله شوه ، دا بی شرمه غربیان هیڅ ډول انسانی ارزښتونو ته ژمن ندی ، دخپلو شومو موخو لپاره دهیڅ جرم څخه دریغ نکوی ، ددوی استعماری کرغیړن تاریخ دهمدی جرایمو ځنی ډک دی ، همیشه سفاکان او وینه څښونکی ځناور پر مسلمانانو مسلطوی ، او لیوان ددیموکراسی میکپ نه بعد درمو څوکیداران مقرروی ، او تالی څټی مزدوران یی بیا په ډیره سبین سترګي دا… نور لوستل »

کندهار

کو ر دی ودان
موږ ټوله افغا نان پر دوی ګلمجمیانو لعنت وا یو
په الله دی مو قسم وی چی موږ افغانان به د امریکایانو لعنتی سپو ملاتړ هیڅکله و نکړو

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x