نړۍ

سوریه: نصرت جبهې ادلب ولایت نیولی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۶مه ۱۳۹۳ل): سوریه کې القاعده پورې تړلې ډلې «جبهة النصره» د بشارالاسد د ځواکونو تر ولکې لاندې ښار «ادلب» تر برید لاندې نیولی او په لږه موده کې يې زیات شمېر دولتي ودانۍ نیولي.

جبهة النصره وايي چې د ادلب ښار په نښتو کې يې د پوځي قومندانانو په شمول لسګونه عسکر وژلي او شاتګ ته یې اړ کړي دي.

الجزیره تلویزون وايي چې د جبهة النصرې جنګیالي پرون سهار د ادلب په ولایت برید وکړ چې تر ډيره یې دوام وکړ.

الجزیره د خپل خبریال له خولې لیکي چې د جبهة النصرې ځواکونو د ادلب او اریحا ښارونو تر منځ لاره تړلې او د ادلب په جنوب کې د «تل المسطومه او جاجزغسان عبود» سیمې یې نیولي همدا راز په نښتو کې يې دوه ټانګونه «غنیمت» کړي دي.

لویدیځې رسنۍ وايي که څه هم د ادلب ولایت زیاتې سیمې د بشار الاسد مخالفینو سره وې، خو ښار چې تر دې مهاله یې پرې ولکه درلودله، هم له لاسونو ووت.

جبهة النصره القاعده پورې تړلې ډله ده او په سوریه کې د بشار الاسد رژیم پر ضد وسله واله مبارزه کوي.

ادلب ولایت د حلب سره په ۶۰ کیلومترۍ او پلازمېنې دمشق سره په ۳۲۰ کیلو مترۍ کې پرون دی.

دغه ولایت ۶۱۰۰ کیلومتره مربع مساحت لري او د نفوسو له پلوه د سوريې ۵ ستر ښار دی.

د ۲۰۱۰ز کال د احصائیو له مخې په ادلب ۱۶،۵ میلیونه کسان اوسیږي چې اکثریت یې عربان او اقلیت یې کردان او ترکان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x