خبرونهنړۍ

د بندي برتانوي خبریال راپور: اسلامي دولت له ترکیې سره پوله په پوله شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۶مه ۱۳۹۳ل): اسلامي دولت د یوې ویډیو په خپرولو سره اعلان کړی چې د سوریې «کوباني» ښار یې په بشپړ ډول تر ولکې لاندې راغلې.

کوباني چې په «عین العرب» هم پیژندل کیږي او د اسلامي دولت ځواکونه یې «عین الاسلام» بولي له ترکیې سره په پوله پروت ښار دی.

په ویډیو کې پاموړ دا ده چې د کوباني د نیولو راپور د «جان کانټلي» په نوم هغه برتانوي خبریال ورکوي چې د اسلامي دولت له ځواکونو سره بندي دی.

جان کانټلي په ویډیو کې د یو مسلکي خبریال په څیر راڅرګندیږي او له داسې سیمې څخه راپور ورکوي چې د ترکیې له خاورې څخه لسګونه متره فاصله لري.

په ویډیو کې د ترکیې بیرغ هم خورا واضحه ښکاري کوم چې د ترکیې د یوې سرحدي پوستې په سر رپیږي.

دغه بندي خبریال وايي:

«د کوباني مهم ښار له یوې میاشتې راهیسې د اسلامي دولت د ځواکونو تر محاصرې لاندې و، د نړیوال ایتلاف د بریدونو سربیره، چې تر اوسه یې نیم ملیارد ډالره لګولي، د اسلامي دولت ځواکونه د کوباني ښار ته ننوتل».

جان کانټلي چې په روانه انګلیسي او ډاډه زړه خبرې کوي د لویدیځو رسنیو هغه راپورونه ردوي چې ګواکې د اسلامي دولت ځواکونه په کوباني کې له ماتې سره مخ دي.

جان کانټلي د BBC، اینډپنډنټ ورځپاڼې په ګډون د لویدځوالو رسنیو هغه ادعاوې هم په کلکه رد کړي چې ګواکې اسلامي دولت ته د هوايي بریدونو په پایله کې درنه مرګ ژوبله اوښتې او له دې ښار څخه شاتګ ته اړ شوي.

دغه برتانوي خبریال وايي:

«همدا اوس زه د کوباني پراخې سیمې وینم چې د اسلامي دولت تر ولکې لاندې دي، او زما تر شا د ترکیې بیرغ لیدل کیږي او زه یې په اسانۍ لیدلی شم، په سیمه کې د مجاهدینو پرته بل څوک نه ترسترګو کیږي».

نوموړی د تعجب په دود زیاتوي:

«دلته خو کوم لویدیځوال خبریال نه ترسترګو کیږي».

دی وايي چې رسنۍ د کردي چارواکو او د سپینې ماڼۍ له مطبوعاتي دفتر څخه معلومات اخلي او د ځمکنیو واقعیتونو څخه هیڅ اګاهي نه لري.

جان کانټلي وايي:

«امریکایان او مجاهدین دواړه په دې پوهیږي چې د ایتلافي ځواکونو د ټول هوايي او ځمکني ځواک سره سره به دوی هیڅکله اسلامي دولت ته په کوباني یا بله سیمه کې ماتې ورنه کړي.»

بندي برتانوي خبریال د کوباني جګړه پای ته رسیدلې بولي، او زیاتوي چې اوس مجاهدینو کوڅه په کوڅه او کور په کور پلټونکي عملیات پیل کړي. په ویډیو کې د خال خال ډزو غږونه هم اوریدل کیږي، د نوموړي په وینا دا ډزې د همدغو پلټونکو عملیاتو برخه ده.

جان کانټلي د دغې پنځه نیمې دقیقې اوږدې ویډیو په پای کې یو ځل بیا د غربي رسنیو راپورونه بې اساسه بولي او خپلې خبرې په دې جملې پای ته رسوي:

«که څه هم په ښارونو کې جګړه ستونزمنه او پیچلي وي خو مجاهدین په کې خاص مهارت لري».

دا لومړی ځل دی چې نیول شوی برتانوي خبریال په ویډیو کې په داسې حال کې راڅرګندیږي چې نارنجي کالي یې په تن نه دي بلکې د یو مسلکي خبریال په څیر په ازاده فضا کې له کوباني څخه راپور ورکوي.

http://www.youtube.com/watch?v=OsHctXCy52w

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x