افغانستان

نيويارک ټايمز:«طالبانو خپل بريدونه او فعاليتونه نور هم منظم کړي»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۶مه ۱۳۹۳ل):نيويارک ټايمز ورځپاڼې د طالبانو د هغه بريد په اړه يو ځانګړی راپور ليکلی، چې تېره ورځ يې د کندز ولايت څارنوالۍ پر ودانۍ کړی و.

طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې نوموړي بريد کې يې ۱۱ څارنوالان او ديارلس امنيتي مسؤولين وژلي دي.

نيويارک ټايمز د کندز د پوليسو د مشر سرور حسيني له قوله ليکلي، چې لومړی بريدګر له چاوديدونکو توکو ډک واسکټ سره د څارنوالۍ دروازې ته ورسيد او د خپل واسکټ په چاودنه يې امنيتي موانع لرې او خپلو نورو ملګرو ته لار خلاصه کړه.

سرور حسيني وايي، چې د طالبانو په بريد کې اووه څارنوالان او يو شمېر امنيتي مسؤولين وژل شوي دي.

چارواکي وایي، چې د روان کال اوړي راهيسې د هېواد شمال په ګډون د کندوز ولايت امنيت ډېر خراب شوی او طالبانو خپلو بريدونو او چاودنو ته زور ورکړی او د کندز ولايت امنيتي چارې، چې اوس د افغان عسکرو په لاس کې دي، د طالبانو د بريدونو او چاودنو د مخنيوي توان نه لري.

ورځپاڼه زياتوي، په دې وروستیو کې طالبانو د کندز ولايت يو شمېر ولسواليو کې له شلو زياتې امنيتي پوستې نيولي او حتا د کندز ولايت مرکز کې قوي فعاليتونه لري.

نيويارک ټايمز ليکي، چې کندز ولايت لپاره د طالبانو والي ملاعبدالسلام د همدې ولايت اوسيدونکی او قوي نظامي قوماندان دی، چې د سيمې خلک او امنيتي ځواکونه ټول يې پيژني.

نوموړی، چې د کندز نظامی مسؤول وټاکل شو، نو د سيمې د خلکو له خوا يې تود هر کلی وشو او د هر ډول مرستو ډاډ يې ورکړ او دغو خلکو ورته د امنيتي مسؤولينو له کړنو شکايتونه وکړل.

نيویارک ټايمز هغې مرکې ته هم اشاره کړې، چې څه موده وړاندې د طالبانو رسمي ويبپاڼې «شهامت» ملا عبدالسلام سره کړې وه.

په دغه مرکه کې ملا عبدالسلام کندز ولايت کې د طالبانو د پرمختګونو او بريدونو په اړه معلومات ورکړي او افغان ولس سره يې د دوی تعامل او ښه چلند په اړه هم غږيدلی دی.

نيويارک ټايمز د يادې مرکې په حواله ليکلي « افغان حکومت د پرديو پر اوږو بار، د څو مرتزقوو په لاسونو کې دی، چې هيڅ ولسي ملاتړ نه لري او ډېر ژر به يې ټغر ورټول شي او او دغه سيمې به ټولې د طالبانو په واک کې شي.»

ورځپاڼه ليکي، چې پوليس او امنيتي چارواکي د طالبانو له وېرې د ولسي خلکو په موټرو کې ځي، تر څو له چاودنو او بريدونو خوندي وي.

نيويارک ټايمز د کندز ولايت د چارواکو له قوله ليکلي، چې د کندز ولايت د ډېرو ولسواليو سيمې له مرکزونو پرته د طالبانو په واک کې دي او دولتي منسوبين دغو سيمو ته سفر نه شي کولای.

نوموړې ورځپاڼه زياتوي، چې د افغانستان زرګونه قبايل خپلې سيمې په خپله ساتي او د اړتيا پر مهال د طالبانو ليکو ته ورځي او د دولتي ځواکونو پر ضد د طالبانو ملاتړ کوي.

دغه قبايلي خلک تل د امنيتي ځواکونو له شر او کړنو طالبانو ته خپل شکايتونه وروړي او له هغوی مرسته غواړي.

د نيويارک ټايمز ځايي خبريال وايي، چې طالبان له ولسي خلکو او بزګرانو سره ښې اړيکې لري او د خپل کنټرول لاندې سيمو کې يې د نجونو او هلکانو ښوونځۍ خلاصې دي او دغو سيمو کې یې خپلې محکمې د خلکو پر وړاندې خلاصې کړي او د خلکو دعوې او حقوقي مسايل ورحلوي. حتا دولتي چارواکي هم دا مني، چې د طالبانو محاکم ډېر فعال او د خلکو له هيلو سره سم په عدل او انصاف له هر ډول مصرف او رشوت پرته پرېکړې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x