د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې د پاکستاني لوبډلې زړونه له لوبې ورتور کړل!

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۶مه، ۱۳۹۳ل): د افغانستان او پاکستان ۱۹ کلنو لوبډلو تر منځ درې یو ورځنۍ سیالیو لړۍ پیل د نن ورځې له لوبې سره وشو. د لوبې پچه افغان لوبډل مشر وگټله او ډګر ساتنې پریکړه يې وکړه.

افغانستان لوبډلې تکړه توپ اچونکي دغه لوبه کې هم ډیره غوره توپ اچونه وکړه او سیال لوبډلې توپ وهونکي يې له پیله کنټرول او د منډو جوړولو اجازه ورنکړه.

پاکستاني لوبډلې هیڅ یو توپ وهونکی و نه توانید د افغان توپ اچونکو په وړاندې مقاومت وکړي او منډې جوړې کړي.

دغه لوبه کې د پاکستان توپ وهونکو سعود شکیل ۲۱، سجاول ریاض ۱۸ او عامر جمال ۱۹ منډو جوړولو سره د پاکستان لخوا غوره منډه جوړونکي شول.

افغان توپ اچونکې ټول ښه وځلیدل او پاکستاني لوبغاړو ته يي د منډو جوړولو چانس ورنکړ. افغان توپ اچونکي ضیاءالرحمن ۳، مسلم موسی، جاوېد، راشد خان او جمعه گل یو یو لوبغاړی وسوځول.

توپ اچونه کې ضیاءالرحمن خپل ۷ اورونو کې یوازې ۲۰ منډې ورکړې او درې لوبغاړي په سوځولو بریالی شو.

سیالې لوبډله افغان لوبډلې ته په ۳۳ اورونو کې د ۱۳۲ منډو هدف ورکړی.

لوبه د افغانستان توپ وهنې له پیل سره د باران له امله وځنډول شو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د