ټکنالوژي

له کړکۍ پرته الوتکه لومړنۍ الوتنې ته چمتو ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۶مه، ۱۳۹۳ل): د نړۍ لومړنۍ بې کړکۍ الوتکې لومړنۍ الوتنې ته تیاری نیول کیږي. دغه الوتکه چې په برتانیا کې جوړه شوې کړکۍ نه لري او ټوله الوتکه له یوې خاصې ښیښې جوړه شوې چې په الوتکه کې سپاره خلک د بهر فضا هم کتلی شي. دغه کار هغو کسانو ته چې له اوچت لوړوالی څخه ویریږي ښه خبر نه دی.

ټوله طیاره له ښیښې جوړه شوې او مسافر کولی شي د الوتکې د باندیني فضا څخه هم خوند واخلي چې دغه ښیښه بیا د مسافر په خوښه کنټرولیږي چې که وغواړي د باندې فضا وگورې کتلی شي که نه پر دغه ښیښه له انټرنیټ، فلم او یا هم موسیقي اوریدلی شي.

د الوتکۍ جوړونکي وویل: «له دې نوې پنځونې سره به په پلاسټېک او په هغه کې موجود سورې لرونکي الوتکو کې سفر نور به د ماضي یوه برخه وگرځي. راتلونکي هوايي بیړۍ به له ښیښو جوړه وي چې په مرسته يي مسافر کولی شي بهرنۍ فضا له لیدلو خوند واخلي. مونږ پر یوې خاصې ټکنالوژۍ کار کوو چې دغه ښیښې وکولی شي د انټرنیټ او نورو اسانتیاوو سربیره د بهرني کامرو په مرسته د بهرني فضا ژوندی ویډیو مسافرو ته وښيي.»

دغه نوی الوتکه کې نه یوازې مسافر له انټرنیټ، تصویرونو او فضا له لیدلو خوند اخلي بلکه هر مسافر کولی شي یوازې د خپل سیټ روښنايي او نظاره بدله کړي.

وزن د هر الوتکې مسله وي؛ دغه الوتکه ۸۰٪ اضافي سامان سره د خپل تیل انتقالوي چې هر ۱٪ وزن کمیدلو سره ۰.۷۵٪ تیل کم مصرفیږي.

الوتکې جوړونکو په وینا: «که تاسې لږ سامان انتقال کړئ نو لږ تیل به مصرفیږي. او لږ تیل مصرف څخه هدف دا دي چې په فضا کې به لږه کاربن ډای اکسايډ خپریږي. الوتکې ښیښې باندې اوس هم کار روان دی تر څو ډاډ حاصل شي چې دغه ښیښې به د زیات فشار لاندې په ۳۵۰۰۰ فوټه لوړوالي کې ماته نه شي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx