افغانستان

هرات: موټر سایکل سپرو د پولیسو په پوسته برید وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۶مه، ۱۳۹۳ل): نږدې نیم ساعت  وړاندې د هرات ښار په لیلامي جاده کې څو تنو موټر سایکل سپرو د پولیسو په پوسته ډزې وکړې او له سیمې وتښتېدل.

ویل کېږي چې په دې برید کې دوه پولیس وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې موټر سایکل سپاره څوتنه او څوک و، خو ویل کېږي  د برید سیمې له سره جوخت د هرات ښار امنیه قومنداني ودانۍ هم شته چې د بریدګرو تېښتې خلک پولیس هيښ کړي دي.

د هرات ښار امنیتي مسوولینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د برید مسوولیت چا په غاړه اخیستی.

هرات ښار د هېواد په لویدیځ کې له نسبتاً امن ولایتونو نه ګڼل کېږي، چې په رڼا ورځ دې برید يې په امنیتي مسوولینو کې د هېواد د شمال په څېر هم د جګړې د تودېدو وېره پیدا کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x