افغانستان

تخار: په ترافيکي پېښه درې تنه وژل شوي او اوویشت نور ټپیان دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۶مه، ۱۳۹۳ل): د تخار ولایت په رستاق ولسوالي کې د یو ۴۰۴ ډوله موټر د چپه کېدلو له امله د موټر درې سپرلۍ وژل شوې او اوویشت نور ټپیان دي.

د تخار د امنیه قومنداني ویاند خلیل اسیر وايي چې یاده پېښه نن سهار شاوخوا پنځه بجې د رستاق ولسوالي په اوزم کوتل سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د نوموړي په خبره په ټپیانو کې ګڼ شمېر مېرمنې او ماشومان هم شته، چې د ځينو يې حالت د اندېښنې وړ دی.

خلیل اسیر وايي چې ټول ټپیان يې د رستاق ولسوالي او مرکز روغتونونو ته لېږدولي دي چې شپږ تنه يې سخت ټپیان دي.

د تخار په ولایت کې ورته پېښې ډېرې کمې کېږي چې د داسې پېښو علت د موټر چلوونکو بې احتیاطي او یا هم په نشه يي توکو عادت ګڼل کېږي.

ډېری ترافیکي پېښې د کابل ـ کندهار په لویه لاره پېښېږي چې ګڼ موټرچلوونکي يې په نشه يي توکو روږدي دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x