افغانستان

هلمند: د بهرنیانو په وتو لا هم جګړه توده ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۶مه، ۱۳۹۳ل): سره له دې چې په هلمند کې ولایت کې د برتانویانو تر ټولو له لوی پنډغالي برتانوي عسکر ووتل او په یاده سیمه کې يې خپل پوځي ماموریت بشپړ تمام کړ، خو لا هم د هلمند ولایت په ګڼو ولسوالیو کې پراخ بریدونه روان دي.

په هلمند ولایت کې د برتانوي پوځیانو دغه ستر پنډغالی د سویل زون په سطحه په چاپو، بریدونو او وژنو مشهور و، چې کاري ساحه يې خورا پراخه وه.

که څه هم د برتانیا پخواني لومړي وزير ټوني بلير ۲۰۰۶م کال د ياد مرکز څخه د ليدنې پر مهال خپلو عسکرو ته ويلي و، چې باسټن کمپ به د دوی دايمي مېشت ځای وي او له دې ځايه به د سيمې هېوادونه څاري. خو پر دې سربېره يې په هلمند او ګاونډیو ولایتونو کې هم د پوځي ماموریت د مسوولیت له مخې له طالبانو سره د جګړې په نامه چاپې اچولې، خلک يې وژل، زنداني کول او آن د مړو د جسدونو سپکاوي يې کول.

وړاندې تر دې برتانویانو داسې انګېرله چې دغه پنډغالی به د سیمې په سطحه د دوی مېشت ځای وي او له دې ځایه به د خپلو ګټو د خوندیتو، سیاسي ګټو او سیاسي رعب لپاره کار اخلي.

یادې پوځي اډې وروسته له هغه خورا هیښنده ټکانونه وخوړل چې دوه کاله وړاندې پرې پنځلس تنو سرتېرو بریدګرو ډله ییز برید وکړ او د ځینيو سرچینو له قوله يې ملیونونه ډالرزیان ور واړاوه.

په هلمند کې د برتانوي پوځیانو چلند عام وګړي له ژونده زړه توري کړي وو او څو ځلې يې پراخ لاریونونه ترسره کړل چې د برتانوي پوځیانو په وړاندې يې د ولسي کرکې نمونې بللی شو.

سره له دې چې ځينې سیاسي مبصرین له هلمنده د برتانوي پوځیانو وتل د سولې په لور یو ګام بولي خو د هلمند اوسېدونکي وايي چې دوی به يې اوس د استادانو پرځای د شاګردانو د شکنجو تجربو ته پاتې وي.

د هلمند ولایت د مرکز اوسېدونکی او د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصل محمد نسیم وايي چې په هلمند کې د برتانوي پوځیانو له لوري افغان عسکر په داسې روحیه روزل شوي چې د خلکو له ځورولو پرته يې بل کار نشته.

هغه وايي: «عسکرو ته داسې ورحیه ورکړل شوې ، چې که څوک ستاسې یونیفورم نه لري، نوټول مو دښمنان دي.»

د نوموړي په خبره هلته ډېری د نورو ولایتونو افغان عسکر له عامو خلکو سره داسې چلند کوي چې له برتانوي عسکرو سره يې هیڅ توپیر نه کېږي.

په ورته وخت کې د هلمند ولایت د سنګین ولسوالي یو تن اوسېدونکی حاجي دادو چې اوس په کابل کې د قمبر څلورلارې په سیمه کې ژوند کوي وايي چې دوی له جګړو راکډه شوې دي.

د نوموړي په خبره د برتانویانو وتل دوی ته کومه مانا نه لري، ځکه چې په سنګین کې يې په کورونو برتانویانو نه، بلکې د اردو عسکرو بمونه وغورځول او د هغه غبرګ زامن شهیدان کړل.

نوموړي نن ټکی اسیا ته وویل:«موږ خو په جګړه کې ولاکه یو انګریز لیدلی وي، دا له شپږو ـ اوو میاشتو راهیسې هلته جنګ دی، بس چې د چا ږیره وي  او لنګوټه وي هغه عسکرو ته مجرم دی.»

خو د دې ولایت یو بل تن اوسېدونکی او په یونیسف مؤسسه کې مامور انجینر زبیراحمد بیا وايي چې که څه هم په هلمند کې برتانویانو نه د امن او نه هم د بیارغوني په برخه کې څه کړي دي، خو په وتلو يې د سولې یوه تمه راپیدا کېږي.

هغه وايي چې افغانان په ژبه سره پوهېږي، که اوس نه وي خو په ډېر لنډ وخت کې به د جګړې دواړه افغان لوري یوې پایلې ته سره ورسېږي.

دا په داسې حال کې دی چې طالبانو پرلپسې پخپلو خبرپاڼو کې پر دې ټینګار کړی چې دوی به تر هغې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي چې تر څو يې په هېواد کې یو بهرنی هم پاتې وي.

اوس هم د هلمند په نوزاد، خانشین، سنګین، نهرسراج او ګڼو نورو سیمو کې پراخ بریدونه روان دي، چې کله ـ کله خو يې مرکز لښکرګاه هم د بې پامه بریدونو شاهد وي.

خو په ورته حالت کې د افغانستان نوي حکومت د خپل رسمي پیل په دویمه ورځ له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به يې د هېواد په نهو ستراتېژیکو موقعیتونو کې ۹۸۰۰ امریکايي عسکر مېشت وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x