افغانستان

هلمند بهرنیانو ته مرګونې کنده وه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۶مه ۱۳۹۳ل): دوه ورځې وړاندې د لړم پر ۴مه ایساف ځواکونو خبر ورکړ چې د هلمند ولایت تر ټولو ستره پوځي اډه «کمپ پاسټن» څخه کډې بارې کړې.

دغه ستر پوځي بیس، چې عام خلک يې د شوراب په بیس پيژني، د هلمند ولايت مرکز لښکرګاه شمال لويديځ ناد علي او واشير ولسواليو تر منځ سيمه کې جوړ شوی و.

پر افغانستان د امریکا پر مشرۍ د ۴۰ هېوادونو د یرغل سره هلمند د برتانوي پوځيان په برخه ورسېده او په دغه ولایت کې د رسمي شمېرنو له مخې ۱۰ زره برتانوي پوځیان مېشت شول.

هلمند ولایت د بهرنیو ځواکونو لپاره مرګونې کنده وه، دغه ولایت کې ډیرې کمې او نادر داسې شوي چې بهرني ځواکونه دې له اډو وتي وي او پرې برید نه وي شوی.
د “Casualties” «زیانونه» وېبپاڼې چې د بهرنیو ځواکونو د تلفاتو شمېرې خپروي، لیکلي چې بهرنیو ځواکونو ته په تېرو ۱۳ کلونو کې تر ټولو ډيره مرګ ژوبله د هلمند ولایت کې اوښتې.

یادې وېبپاڼې لیکلي چې په هلمند کې ۹۵۲ بهرني ځواکونه د مرګ کندې ته غورځول شوي.

هلمند ولایت چې د بهرنیو ځواکونو لپاره تر ټولو خطرناک و، ددغې ولایت موسی کلا او سنګین په اړه لویدیځو رسنیو ویل چې د افغانستان تر ټولو خطرناکې سیمې دي.

همدا راز د بهرنیانو پوځیانو د ټریننګ لپاره په لندن کې په ۲۰۰۸ز کال کې د هلمند
په څېر ځای جوړ شوی و، چېرې چې د هلمند په څېر دښتې، کورونه، او دکانونه مصنوعي جوړ شوي و څو پوځیان د هلمند سره بلد کړي او هلمند په تګ راضي شي.

زیات شمېر بهرني پوځیان له دې امله هم هلمند ته زړه نه ښه کاوه چې بېرته ډير کم بهرني ځواکونه له دغه ولایته صحیح سلامت وتي دي.
هلمند ولایت د میوند سره په ګاونډ کې پروت دی. میوند کې برتانوي ځواکونه په ۱۸۸۰ز کال کې خورا په خونړۍ نښته کې ښکېل شول، چې په ناکامۍ يې تمامه شوه، ویل کېږي په یاده جګړه کې د افغان غازیانو ماتې ته نږدې جذبه يوې پښتنې پېغلې ملالې په یوه لنډه په جوش راوسته، چې دغه پېغله اوس هم په افغان تاریخ کې په خورا درنښت یادېږي. له همدې امله هيڅ ځل داسې نه دي شوي چې له میونده دې بهرني عسکر صحیح سلامت وتي وي.

د «زیانونو» وېبپاڼې د شمېرنو پر اساس تر هلمند وروسته په کندهار کې ۵۵۳ بهرني عسکر وژل شوي. تر کندهار وروسته کابل کې ۱۸۱ او په کونړ کې ۱۷۷ عسکر وژل شوي.

په ۲۰۰۷ زکال کې وروسته له هغې چې برتانوي ځواکونه په هلمند کې له سختو جګړو سره مخ شول نو لسګونه زره امریکايي ځواکونه دغه ولایت ته د برتانوي
ځواکونو مرستې ته ورغلل.

خو ددې سربېره هم د هلمند جګړه کرار نشوه، بلکې په هلمند کې جګړو نور هم زورواخېست. ورځ تر بلې د بهرنیو ځواکونو د تلفاتو په شمېر کې زیاتوالی راغی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جبیرعبرت

کہ یی اوس یرغلگرنہ منی نوخیردہ دروسی جنرال گروموف پہ سیربہ یی حالات مجبورکڑی پہ خپلہ خولہ بہ خپلہ ماتہ دکتاب پہ بنہ انزوراوشکارہ کڑی:

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x