افغانستان

د بګرام سرتيري بريد ۶ امریکايي عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۶مه ۱۳۹۳ل): د کابل شمال پروان ولايت بګرام ولسوالۍ کې پر بهرنيو عسکرو سرتېري درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د بګرام ولسوالۍ چارواکي وايي، چې نوموړی بريد نن ماذديګر څلورنيمې بجې د يادې ولسوالۍ په نصرو سيمه کې شوی دی.

ځايي خلک وايي، چې بهرني عسکر نصرو سيمه کې پلي روان وو، چې سرتيری بريد پرې وشو.

د بګرام ولسوال محمد معصوم فرزه د برید پخلی کړی او ویلي يې دي چې په برید کې بهرنیو عسکرو ته تلفات اوښتي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپانه څرګنده کړې، چې د انصارالله په نوم د دوی يو ملګري هغه مهال پر امريکايي عسکرو سرتيری بريد وکړ، چې بهرني عسکر نصرو کلا سيمه کې په باغونو کې پلي روان وو.

خبرپاڼه زياتوي، چې نوموړي بريد کې لږ تر لږه شپږ امريکايي عسکر وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

په بهرنیو ځواکونو سرتیری برید په داسې حال کې کیږي چې بهرنیو ځواکونو د هلمند له سترې پوځي اډې بسترې بار کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قندهاری

الله اکبر
الحمدلله

حماد ابوبکر

الله اكبر, الله اكبر , الله اكبر, ولله الحمد ، داسلام شاځلمیانو ، په دین مینانو ، باتورو ځوانانو ، صلیبیان په تیښته دی درځنی روغ ولاړ نشی ، خپل ارمانونه مو پوره کړی زړونه مو پری یخ کړی ، دخپلو شهیدانو ورونو اوبچیانو انتقام تری واخلی ، دقربانیو تاند تاریخ مو تاند وساتی ، دامت د برخلیک تاریخی جګړه کی خپله ونډه لوړه کړی .
الله تعالی مو د بدر او احد مجاهدینو په کتاب کی ثبت کا.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x