افغان ۱۶ کلنو لوبډله اسیا ایلیټ کپ کې اتله شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۶مه، ۱۳۹۳ل): په قطر کې نن د اسیا ایلیټ کپ سیالیو پایلوبه وه. پایلوبه کې د افغانستان لوبډله چې دغه کپ سیالیو کې بې سارې لوبه نندارې ته وړاندې کړه له هانگ کانګ لوبډلې سره لوبه درلوده.

د لوبې پچه افغان لوبډل مشر وگټله او توپ وهنې پرکړه يې وکړه. افغان ځوانانو لوبغاړو ډیره ښه توپ وهنه وکړه چې وکولای يې شول په ۴۵ اورونو کې د ۷ لوبغاړو له سوځیدو سره سیالې لوبډلې ته د ۲۱۷ منډو هدف ورکړي.

توپ وهنه کې محمد صابر ډیره ښه توپ وهنه وکړه او ۵۵ منډې يې جوړې کړې.

افغان توپ اچونکو د نورو لوبډلو په څیر هانگ کانگ لوبډلې ته هم د مقاومت او منډو جوړولو اجازه ورنکړه. هانگ کانگ لوبډلې وروسته له ۲۵ اورونو ۶۴ منډو جوړولو سره خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.

توپ اچونه کې عبدالواسع ښه وځلید او د سیالې لوبډلې پنځه لوبغاړي يې وسوځول چې له همدې امله د لوبې غوره لوبغاړي جایزه يې هم په خپل نوم کړه.

پایلوبه افغانستان خپله غوره توپ اچونې په مرسته د ۱۵۳ منډو په ستر توپیر وگټله او د ایلیټ کپ سیالۍ اتلان شول.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د