افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې د پاکستان لوبډله لاندې کړه!

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۶مه، ۱۳۹۳ل): د افغانستان او پاکستان ۱۹ کلنو لوبډلو تر منځ درې یو ورځنیو سیالیو لړۍ نن د سې شنبې په ورځ پیل شوه. د لوبې پچه افغان لوبډل مشر وگټله او ډګر ساتنې پریکړه يې وکړه.

پاکستاني لوبډلې هیڅ یو توپ وهونکی و نه توانید د افغان توپ اچونکو په وړاندې مقاومت وکړي او منډې جوړې کړي.

دغه لوبه کې د پاکستان توپ وهونکو سعود شکیل ۲۱، سجاول ریاض ۱۸ او عامر جمال ۱۹ منډو جوړولو سره د پاکستان لخوا غوره منډه جوړونکي شول.

توپ اچونه کې ضیاءالرحمن خپل ۷ اورونو کې یوازې ۲۰ منډې وکړې او درې لوبغاړي په سوځولو بریالی شو.

افغانستان توپ وهنې پیل کې له ۶ منډو جوړولو وروسته لوبه د باران له امله وځنډول شوه چې په همدې اساس د کرکټ نړیوال قانون پر بنسټ د لوبې اورونه ۲۲ او ټاکل شوی هدف ۱۰۴ منډو ته ټیټه شوه.

افغانستان ته د توپ وهنې پیلونکي لوبغاړي نن له ځانه بې سارې لوبه د نندارې لپاره وړاندې کړه او د لوبې پیلونکي لوبغاړي شاهدالله او حضرت الله ځاځي دغه لوبه پای ته ورسوله.

توپ وهنه کې یوازې د شاهدالله ۳۳ منډې د ۲ څلوریزو او یوه شپږیزه او حضرت الله ځاځي ۶۶ منډې د نهه شپږیزو او دریو څلوریزو په مرسته جوړې کړې.

دغه لوبه افغانستان د پاکستان څخه په ۱۰ ویکټو وگټله چې یوه ستره لاسته راوړنه ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د