ټولنیزه برخه

د پیغلې نجلۍ د رایې احترام

لیکوال: حامد افغان

عمربن الخطاب رضی الله عنه اراده وکړه چې د ابوبکر الصدیق رضی الله عنه له لور سره کوژده وکړي، په دې وخت کې دی امیر المؤمنین و، نو د چا په خوله یې د هغې مشرې خور ام المؤمنين عائشې رضي الله عنها ته دا خبره وکړه، عائشې هرکلی ورته وویلې او خپلې خور ته یې خبره وکړه خو هغې ورته وویل: زه عمر څه کوم؟! د ده سخت ژوند ده، له کوروالو سره سخت او د ولس غمونه یې په سر پراته دي، زه ځوانه نجلۍ یم داسي څوک غواړم چې مینه راکړي، او دینداری هم وي.

عائشې د دې نظر سم ونه باله دهغې مخالفت یې وکړ او ورته ویې ویل: وه نجلۍ هغه امیرالمؤمنین دی؟!! م کلثوم سخته غوسه شوه او ورته ویې ویل: په الله قسم که ته ما له عمر سره کوژدن ته مجبوره کړې زه به د رسول الله صلی الله علیه وسلم د قبر خواته چیغې کړم چې زه له عمر سره کوژده نه کوم. عائشه حیرانه شوه، دا کیسه یې له عمرو بن العاص رضی الله عنه سره شریکه کړه او له هغه یې مرسته وغوښتله .

عمرو بن العاص عمر بن الخطاب ته ورغی ، هغه ته یې د مجلس په ترڅ کې وویل: یو وخت دي د واده خبره کوله واده کوې؟ هغه ورته وویل: هو اراده لرم، عمرو ورته وویل: څوک کوې؟ ده ورته وویل: د ابوبکر لور ام کلثوم، عمرو بن العاص ورته وویل: هغه نجلۍ څه کوې څو میاشتې کیږې پلار یې وفات شوی دی شپه او ورځ به پلار درته ژاړي، عمر په خبره پوه شو او ورته ویې ویل: دا خبره عائشې درته وکړه؟ عمرو بن العاص وویل: هو، عمر رضي الله عنه په موضوع تر پایه ورسیده او زیاته یې کړه: نو پاته دي وي. تاريخ الطبري لابن جریر الطبري. دریم ټوک مخ 720. البداية والنهاية لابن كثير اووم ټوک مخ 157.

په دې کیسه کې په زړه پورې ټولنیزې ګټې پرتې دي، د نبوت په مدرسه کې د روزل شوې ټولنې یوه خامه نجلۍ د وخت له امیرالمؤمنین سره کوژدن په سختي سره ردوي، ځکه د هغې زړه یې نه غواړي د دې د تردید په ځواب کې یې کورنۍ د نظر احترام کوي او د وخت امیرالمؤمنین هم، او د موضوع د حل له پاره عاقلانه لاره راباسي،کله چې عمرو هغه ته د دې انکار په نغوته کې ورساوه هغه وویل: إذاً فلا داعي لها. او دا کشره نجلۍ د تردید په ترڅ کې دا هم څرګندوي چې دې ته داسي څوک په کار دی چې مینه ورکړي او له دې سره دینداری هم وي، له دې کیسې نه په هغه مبارکه ټولنه کې د پیغلو نجونو د نظر او رایې احترام ښه معلومولی شو . وروسته د لسو جنتیانو یوه یې (طلحه بن عبیدالله رضی الله عنه) له ام کلثوم سره واده وکړ. رضي الله عنهم اجمعين.

زموږ په ټولنه کې ځینو ته دا کیسې عجیبه ښکاري ځکه دلته د ښځې او بیا پیغلې نجلۍ د رایې او نظر په احترام خبره کول د ډیرو سړیو نه خوښيږي، حقیقت دادی چې زموږ ډیری وګړو عملاً ښځه د انسانیت له دایرې ایستلې ده د دوی د ژوند ټولې پریکړې د هغو په لاس کې دي آن د لوڼو د ژوند په موضوع (واده) کې هم له هغو نه پوښتنه نه کیږي، خو شرعاً په دې موضوع کې د هغې نظر پوښتل ضروري دي او د هغې د خوښي او ناخوښي احترام په کار ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فضل الله زمانی

بالخصوص زمونږ پښتانه وروڼه خو بیخی ښځی له انسانیت له دایری لیری بولی. کله چی ښځه د میراث غوښتنه وکړی نو بیا یی وروڼه د مړی ژوندی تیګه ورسره واچوی. ولی زمونږ علما پدی برخه کی چپ پاتی شوی دی. الله دی ټولو ته هدایت وکړی. امین

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x