غلو ۴۰ متره سورنګ وهلی او بانک یې لوټلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۶مه ۱۳۹۳ل): د هند په شمال کې پولیس چارواکي وايي چې دوی د هغو غلو په لټه کې دي چې ۴۰ متره اوږد سورنګ يې وهلی او «پنجاب نیشنل بانک» څخه يې زرګونه ډالر نغدې پیسې او سره زر لوټلي دي.

هندي خبریالان وايي چې د بانک لوټونکي د هندي فلمونو څخه اغېزمن ښکاري ځکه دغې غلا ته ورته غلاګانو نمایش په ځینو هندي فلمونو کې ښودل کیږي.

پولیس چارواکي وايي چې د سورنګ پیل له یوه خالي کور له منځه شوې او د دوشنبې په سهار چې د بانک کارکوونکي راغلل نو د بانک دننه يې ناڅاپي
سورنګ وکتلو.

خو دوی همدا راز زیاتوي چې پېښه د یکشنبې په شپه شوې، په بانک کې د ۳۵۰ څخه زیات سندوخچو له منځه غلو د ۷۷ څخه نغدې پیسې او سره زر لوټ کړي.

د بانک چارواکي وايي چې تر دې مهاله دا معلوم نه دي چې لوټل شوې نغدې پیسې او سره زر څومره دي.

د بانک رییس وايي چې بانک د یو منظم پلان له مخې لوټل شوې او ښايي په پلان او سورنګ څو ورځې لګېدلي وي.

د غلو په لټون پسې د پولیسو یو ځانګړی ټیم ټاکل شوی خو تر دې مهال هیڅوک نه دي نیول شوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د