
اوس یې د سپو وار ده
میلمنوډیروخواړواوس يې د سپووارده
د روځې خوند ښه نه ووځکه دشپووارده
۱- دوی ترقانون لوړدي هرڅه کول یې حق دي
چې پری مزې واخلي هسي وژل یې حق دي
په ویشتو ډیرستړی سونورد غاښووارده
د روځې خوند ښه نه ووځکه دشپووارده
۲- ښځې اوسړی خواړونارې سورې وهلې
هیچاتری نه خلاصول سپوپری غوټې وهلې
داړل یې نه بس کیږی دکشیدو وارده
د روځې خوند ښه نه ووځکه دشپووارده
۳- څوک په لاسوداړلی دچاپښې سری وی
د چاپه مخ وینې تلې دچاسینې پرې وی
قلم هم زړه نازړه ووچې یې کوچنو وارده
د روځې خوند ښه نه ووځکه دشپووارده
۴- ماشوم تسیا پروت ؤسپی په ګسووهلې
ژړایې ټوله خلاصه ښه یې په چمبووهلی
روح یې وختي تللې وه دڅیریدووارده
د روځې خوند ښه نه ووځکه د شپووارده
۵- دامیلمانه د دوي ډیر ښه دوستان زموږ
له ګاونډو موساتي غم شریکان زموږ
تیرې نورنه دې پاته یې پڅوچړووارده
د روځې خوند ښه نه ووځکه د شپووارده
۶- (رزینه)اوس سمه شوه چې قانوني مووژنې
تړون یې هم امضاءکړسم شرعی مووژنې
دمرګ ډولونه خلاص دي دسوځیدووارده
د روځې خوند ښه نه ووځکه د شپووارده
رزین