د چین (چو این لای) د غرب په مقابل کې د شرق پر ځان ویسا اواز!

زما هم واورئ! د احمد بلال خلیل کالم، نن ټکی آسیا:

یادښت: چو این لای (۱۸۸۹ تر ۱۹۷۶م) نامتو چینايي دیپلومات او سیاسي مشر و. له ۱۹۴۹م کاله د عمر تر پایه ۱۹۷۶م پورې د چین لومړی وزیر و. د چین د نامتو فکري پلار، ماو زو ډونګ تر رهبرۍ لاندې يې د چین کمونیست ګوند واک ته ورساوه او بیا یې د همدې ګوند په مشرۍ د کامیاب حکومت دوام تضمین کړ. پر سیاسي هنر سربېره د یوه پوه انسان په توګه هم مشهور دی. د احمد بلال خلیل په کالم کې د همدې شخصیت پر وړتیاوو بحث شوی.

د هند د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او په افغانستان کې د هند پخوانی سفیر ډکشیت د ډيپلوماسۍ په اړه کاږي: «زیاتره هندوان د ډيپلوماتانو ټول رول په دې ټکو کې راټولوي: پارټي… ستړي مشي… او بیا پارټي!!» خو د ده په اند ډيپلوماسي له دغو ډېر سخت کار بریښي. هو! دی ریښتیا وايي، ډيپلوماسي ډېر سخت کار ځکه دی، چې د ډيپلومات د خصوصي وړتیاوو ترڅنګ ده ته پکار دي چې د ډېرې پراخې مطالعې او لیکلو وړتیا ولري. دا د ویکي لیکس قضیه هم څه زړه نه ده، له همدې به تاسو زده کړې وي، چې امریکايي ډيپلوماتان څومره فعال وي، او تر کومه کچه د خپل هېواد لپاره جاسوسي کوي، دوی د بهرنیو هېوادونو له مشرانو سره له کتلو وروسته خپلې خبرې، انديښنې او هیلې واشنګټن ته په لیکلې بڼه لیږدوي… او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا د سیمې، د بهرنیو هېوادونو، ولایتونو، ولسوالیو، ګوندونو، مشرانو او له هر څه څخه خبروي. دوی بیا د خپلو سفیرانو او دیپلوماتانو د دغو معلوماتو او تحلیلونو په رڼا کې پالیسي جوړوي.

هغه مهال چې د اسلامي نړۍ مشرانو او یو څو مذهبي مشرانو له امریکايي سفیرانو سره خپلې خبرې شریکې کړې وې؛ دغو سفیرانو بیا د دوی دا خبرې خپل هېواد ته واستولې، له ښه مرغه چې دا ټول لیکل شوي پيغامونه د ویکي لیکس مشر جولان اسانجی ته پر لاس ورغلل او ده بیا افشا کړل. دغو مشرانو چې د موادو له افشا کېدلو سره ځان لوڅ او بربنډ ولید نو د ویکي لیکس تر شا یې د یهودانو د دسیسې نظریه وپړسوله. دلته زمونږ له دې بیلګې څخه موخه یوازې د ډيپلوماسۍ سري (پټ) هڅې په نښه کول دي، چې یو ډيپلومات باید د خپل هېواد او د خپلو ملي ګټو لپاره باید څومره فعال او څارونکی وي.

راګرځو خپلې موضوع ته.
چو این لای د ډيپلوماسۍ ډېرې وړتیاوې درلودلې، له دې جملې څخه یې حاضر ځوابي هم د نړیوالو مشرانو په ویناوو او د قلم پر ژبه ثبت ده. وايي کله چې د چین او شوروي اړیکې ترینګلې شوې، نو خروسچوف چو این لای ته پيغور ورکړ، چې تا له پرولیتاریه وو سره ډېر زیاتی وکړ. یاده دې وي چې چو این لای د کمونیزم نظریې ته د یوې شتمنې (بډای) کورنۍ نه راغلی و او خروسچوف بیا له یوې غریبې کورنۍ څخه. چو این لای د خروسچوف د خبرو په ځواب کې وویل: «هو! مونږ دواړو له خپلو-خپلو ډلګیو سره ډېر ظلم وکړ.»

دلته مقابله د کمونیزم د مخلصینو پر سر وه، چې چو این لای له خروسچوف څخه د خپلې خبرې پرمټ وګټله، ځکه ده ورته کړي وو، چې تا پرخپلې پرولیتاریه ډلې ډېر ظلم وکړ او ما بیا پر خپلې بورژوا باندې! دا ډول ده د خروسچوف د کاپیتالیستی (بورژوايي) فتوا بېرته پر ده واړوله!!

هینري کیسنجر پخپلو یادښتونو کې د چو این لای په اړه کاږي، دی به د (کپچه) مار په شان چوپ او ساکنه و، خو داړل به یې هغه مهال کول چې موقع به یې وه!

نیکسن هم پخپلو یادښتونو کې د ده د پراخې مطالعې په اړه ډېر څه لیکلي، یوه بیلګه يې په دا ډول ده چې د ۱۹۷۲کال پرمهال نیکسن د چین پر سفر ولاړ، نو چو این لای د ده د ټولو کتابونو حوالې ورکولې چې ده دا ټول لوستلې دي…!

د عربي نړۍ ځواکمن ژورنالېست او وتلی شناند محمد حسنین هیکل پخپل کتاب کې د ناصر او د چو این لای د تاریخي مرکې یادونه کوي، همدې مهمې کتنې او مرکې ته مونږ پخپل دې کالم کې ځای ورکړی دی.

وايي چو این لای مصر ته د یوې اوونۍ په سفر راغی، ده جمال ناصر ته وویل، زما دا ټول سفر به نارسمي وي. پر همدې مهال چو این لای د مصر تاریخي ځایونو او میوزیم ته ولاړ نو له ټولو لرغونو څېزونو څخه اغیزمن شو او همدې اغیزې بیا د دویمې کتنې پر مهال له ناصر سره د بحث موضوع غوره کړه. ده په دویمه ناسته کې له ناصر سره د شرق د لرغوني تهذیب په اړه خبرې اترې وکړې او د راتلونکي په اړه یې د دوی هلې ځلې تر بحث لاندې ونیولې. دا چې غرب مونږ شرقیانو ته په حقارت ګوري چو این لای یې سخت پارولی و. ده وویل دا چې مونږ تر پیړیو پیړیو پورې د تهذیب او د انساني نسل لپاره خپل خدمات وړاندې کړي د دې ټولو پرته اوسمهال مونږ له غرب نه هر څه اخلو نو دا د ډېر شرم ځای دی!

محمد حسنین هیکل لیکي، دا ورځ د چو این لای خیالات په دا ډول وو:
مونږ ته پکار دي چې خپلواکه شو
د خپلواکۍ مانا او یوازې یوه مانا باید همدا وي چې زمونږ هېواد دې مونږ ته لکه د ځان په شان وي
کله چې مونږ د ځان خاوند شو نو له غرب سره برابریدلای شو
که مونږ له دوی سره برابریدلای شو نو له دوی نه مخکې تللای هم شو!!
کله چې مونږ داسې وکړو نو مونږ به له غربه ډېر مخکې ولاړ شو او د نړۍ د ثقل مرکز به بیا شرق ته راولو.
دی پر دې اند و، چې شرق هم هومره ښه دی لکه غرب!
ده وویل، غرب مونږ تل په احساس کمترۍ کې اچولي یو او مونږ ته یې دا ډاډ راکړی چې مونږ له دوی نه ښه (نه) یو! دوی مونږ ته وايي: دا چې مونږ غریب یو نو کمتره یو! خو ستاسو (مصر) د سویز کانال که په مالي توګه باوري نه وي خو له دې مخې مهم ځکه دی چې که غرب څه کولای شي نو مونږ یې هم کولای شو!
محمد حسنین لیکي: چو این لای ټوله ورځ له غرب سره د مقابلې په اړه خبرې وکړې. دا مهال مصر د اتومي وسلو پر تړون لاسلیک کړی و نو چو این لای د مصر جمال ناصر ته کړل: مونږ به داسې ونکړو ځکه لومړی دې دوی په بشپړه توګه ځانونه د اتومي وسلو څخه فارغ کړي؛ کنه مونږ به هم اتومي وسله جوړه کړو. ځکه اتومي وسلې یوازې د سترو ځواکونو په اجاره نه دي.
د دې کتنې نه څو میاشتې وروسته چین د اتومي وسلو کامیابه تجربه ترسره کړه.
یو بل ځای چې کله د چین او د شوروی ترمنځ اړیکې د ۱۹۶۵کلونو پر مهال خرابې وې، نو د محمد حسنین هیکل پر اند جمال ناصر کوښښ وکړ چې دا به د نویو خپلواکي اخستونکو لپاره ښه خبره نه وي نو کوښښ یې وکړ چې د دوی ترمنځ دې اړیکې ښې شي. ناصر د چین د اتومي وسلو په اړه چو این لای ته مبارکي ورولیږله او د شورویانو سره يې د دوی د اړیکو د ښه کولو په اړه هم خبرې وکړې. چو این لای ورته داسې ځواب ورکړ چې دی هم کوښښ کوي او د همدې موخې لپاره مسکو ته تللی دی. ده زیاته کړه، جګړه خروسچوف پېل کړې وه، اوس هغه نشته نو له نوي مشرتابه سره به یو څه مفاهمت وشي. خو ترڅنګ یې دا انديښنه هم څرګنده کړه چې شاید دی په دې هڅه کې بریالی نشي؛ ځکه روسان اروپایان دي، اروپایان سپین پوستي وي او ټول سپین پوستي بیا یو ډول دي؛ دوی مونږ ته په حقارت ګوري!
حسنین هیکل زیاتوي، چو این لای پخپله خبره کې صحیح وخوت، ځکه د چین او روسیې ترمنځ اړیکې ښې نه شوې او دی په ۱۹۶۵کال قاهرې ته راغی. دا مهال له ناصر سره د ده خبرې پر دوو خبرو وڅرخیدلې: له روسیې سره د چین جګړه او ویتنام. ناصر غوښتل چې امریکایان له ویتنام نه ووځي او د ویتنام خلک خپله خپل برخلیک وټاکي. خو کله چې په ۲۳جون ۱۹۶۵کال ناصر او چو این لای د شپې د ډوډۍ لپاره پر مېز کیناستل نو چو این لای داسې خبرې پېل کړې:

دی نه غواړي چې جانسن له ویتنام نه خپل سرتیري وباسي. د دې برعکس دی غواړي چې یو څه امریکایان به پر چین د اتومي وسلې فشار راوړي. نو ځکه زما اند دی، څومره چې دوی دلته ښکېل وي؛ هومره به د دوی د اتومي وسلې کارولو پرخلاف زمونږ سره د انشورنس تګلاره وي. ځکه د دوی ډیری غوښې به زمونږ ترپنجو لاندې وي. دوی چې څومره ډېر سرتیري راولیږدوي؛ مونږ به هومره خوشاله شو. مونږ پوهیږو چې په دا ډول دوی راقابو کولای شو. مونږ به د دوی وینه تویه کړو، اوس که تاسو له ویتنام سره مرسته کوئ نو امریکا ته ووايئ چې ویتنام ته ډېر سرتیري راولیږي. مونږ غواړو دوی دې د چین نېژدې وي، څومره چې دوی نېژدې وی؛ هومره به زمونږ په منګولو کې وي.

ده زیاته کړه د امریکایانو حوصلې ماتې شوي، دوی د اپیمو عملیان شوي مونږ په دې اړه هم له دوی سره مرسته کوو او په ویتنام کې د امریکايي سرتیرو لپاره ښه اپيم کرو.

دا مهال ناصر چو این لای ته په ډېر اظطراب وکتل نو چو این لای خپله خبره روانه کړه او ویې ویل: آیا تاته په یاد دي غرب کله پر مونږ اپیم مسلط کړي وو؟ دوی له مونږ سره د اپیمو جګړه وکړه. اوس مونږ له دوی سره د دوی پر وسلو جګړه کوو. مونږ د دوی طریقې پر دوی پلي کوو.. مونږ غواړو چې دوی ویتنام ته لا ډېر سرتیري راولیږي ترڅو زمونږ تر لاس لاندې وي… مونږ به د دوی حوصلې ورماتې کړو. د دې ولیدنې اغیزه به چې پر امریکا څومره وي، دوی به یې تصور هم ونشي کړای!

چو این لای تر دې ځایه له غرب سره رخه درلودله، پر خپل تهذیب او خپل سمت یې ویاړ کاوه. ده نه یوازې دا چې له غرب سره د دښمنۍ خبره کوله بلکې دا د دښمنۍ خبره یې د مقابلې ډګر ته وباسله او له همدې ځایه پر دې هیله وه چې یوه ورځ به غرب لاندې کوي او د ځواک لمر به د یو ځل بیا لپاره له ختیځه راخېژي…!

د چو این لای دې خبرو چین ته دا شیمه ورکړه، چې پر ځان ویسا شي. له همدې امله دوی په ۶۰لسیزه کې اتومي ځواک شو، په ۷۰لسیزه کې یې د ملګرو ملتونو نه یوازې دا چې غړیتوب ترلاسه کړ بلکې د ویټو ځواک یې هم راخپل کړ. اوسمهال چین د نړۍ دویم اقتصادي ځواک دی، امریکا یې له دننه د چینايي پورونو له امله قبضه کړې ده او د اقتصادي څيړونکو په اند په ۲۰۲۷کال کې به د نړۍ د لومړي اقتصادي ځواک په پڼه کې ولیدل شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د