افغانستان

هلمند: دماین په چاودنه کې 9 تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته

kandahar_injured(نن ټکی اسیا) له هلمند ولایت نه په ډیر ه خواشینۍ سره خبر ترلاسه کړ تیره ورځ   دسنګین ولسوالی دویالې په سیمه کې دماین په چاودنه کې شپږ تنه ملکی وګړي شهیدان او درې نور ټپیان شوي .

خبرزیاتوی پيښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې کله چې اولسی خلګو یو ټونس ډوله موټر له سیمه نه تیره ده او دمځکې لاندی پټ په یوه ماین وربرابر شو .

وروستي راپورونه وایی چې هغه درې ټپیان هم شهیدان شوي ،شهیدان شوي وګړي ټول دیوې کورنۍ غړي وو چی دخپلو دوستانو دواده په مراسمو کې ګډون وکړی .

دطالبانو ویاند قاری یوسف احمدی نن ټکی اسیا ته په رالیږل شوي خبر پاڼه کې پر رامنځ ته شوې پیښه خواشینۍ څرګنده کړې او په دې پیښې کې دلاس درلودل یې په کلکه رد کړي، نوموړی وایی چی داسی کارونه ډیره ځله امریکايي ځواکونه ترسره کوي او پړه یې  سم دستی پر مجاهدینو وراچوي ، ترڅو دوی له داسی کارونو نه دمجاهدینو په ضد تبلیغاتي ګټه پورته کړي .

همداراز تیره ورځ دکندهار ښار دعیدګاه دروازې په سیمه کې په یوه زوروره چاودنه کې   ۸ تنه پولیس او څلور ملکي وګړي ټپیان شول.

دکندهار امنیتی مسولینو ویلی چی بم په یوه باسیکل کې ځای پر ځای شوی وو او هغه وخت انفجار کړل شو چی پولیس له یادې سیمې تیریدل.

احمدبریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x