fbpx
د څرخي پله زندان

واشنګټن پوسټ: د څرخي پله زندان په بیا رغونه کې میلیونونه ډالر فساد شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۷مه ۱۳۹۳ل): د څرخي پله زندان د جوړیدو سره ښه نوم نه لري. یاد زندان په ۱۹۷۳ز کال کې د روسانو او کمونستان لخوا جوړ شو او په وحشت او بربریت مشهور شو. روسانو او کمونستانو زیات شمېر افغانان په دغه زندان کې شکنجه کول.

واشنګټن پوسټ امریکايي ورځپاڼه لیکي چې په ۲۰۰۹ زکال کې د یاد زندان د بیا رغونې لپاره د امریکا متحده ایالتونو ۲۶،۵ میلیونه ډالر ومنل.

د څرخي پله زندان انګړ

خو د پنځو کلونو د تېریدلو سره هم یاد زندان نه دی رغول شوې. په افغانستان کې د بیا رغونې د څار امریکايي ادارې په خپل مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې د ۲۰،۲ میلیونو ډالرو په ارزښت ستر قرارداد د امریکا بهرنیو چارو وزارت هغه مهال ختم کړ چې د زندان د بیا رغونې نیم کار ایله پوره شوی و. امریکا د زندان جوړنې قرارداد الوطن کمپنۍ سره کړی و او تر دې مهاله یې یادې کمپنۍ ته ۱۸ میلیونه ډالر ادا کړي وه.

الوطن کمپنۍ باندې تور لګول شوی چې د زندان په بیا رغونه کې يې پراخه فساد کړی. دوی د اوسپنو پر ځای لرګي استعمال کړي، کونجونه يې سم نه دي رغولي او هم د بریښنا سستم يې په سمه توګه نه دی جوړ کړی.

ورځپاڼه د «واچډاګ» مطبوعاتي اعلاميې څخه نقل کوي چې زندان د ۵۰۰۰ زندانیانو لپاره جوړ شوی خو اوسمهال په کې ۷۴۰۰ بندیان اوسیږي.

سیګار ویلي وو چې په عامه توګه د زندان دننه بندیانو فزیکي حالت ښه ده، خو ورځپاڼه لیکي کوم انځورونه چې په دې وروستیو کې په رسنیو کې خپاره شوي د زندان بد او ناوړه حالت او هم د امریکا د ټیکسونو ضیاع ښيي.

واشنګټن پوسټ لیکي چې د څرخي پله زندان د نشيې توکو په پراخه استعمال هم مشهور دی. زندانیان وايي چې پولیس دوی ته نشيې توکي د پیسو په مقابل کې ورکوي.

که څه هم د څرخي پله زندان بیا رغونه په هغه بڼه چې لازم ګڼل کیږي نه ده شوې او امریکا هم په دې دلیل چې په دغه پروژه کې پراخه فساد شوې، له الوطن کمپنۍ سره شوې تړون ختم کړی خو شننونکي وايي چې په فساد کې په خپله امریکایان دخیل دي او دوی نه غواړي چې مرستې په سمه توګه په مناسبو ځایونو ولګول شي.

د پېښو د څارونکو په وینا امریکا تر دې مهاله په افغانستان کې هيڅ داسې کار نه دی کړی چې د افغانانو لپاره یو څه حیاتي ارزښت ولري. دوی وايي چې امریکا یواځې هغو کمپنیو سره قرارداد کوي چې په پراخه فساد کې ککړ او د دوی د بانډ ملګري وي.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د