نړۍ

ګارډين: «له افغانستانه وروسته به برتانوي ځواکونه څه کوي؟»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۷مه ۱۳۹۳ل): روانه اوونۍ د برتانيا شاهي ګارډ هوايي ځواک د ۱۹۴۷م کال راهيسې د المان برلين پوځي اډې څخه وروسته د افغانستان هلمند ولايت کې تر ټولو ستر پوځي مرکز کمپ باسټن خالي کړ او له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د برتانوي عسکرو لپاره دا تر ټولو ستره جګړه وه.

دغه پوځي کمپ کې څلويښت زره برتانوي عسکر اوسيدل، چې د سي ۱۳۰هيرکيلوس « C130 Hercules» ټرانسپورټي الوتکو او چينوک هيليکوټرو په واسطه له دغه پوځي کمپ څخه ووتل.

د برتانيا دفاع وزير مايکل فالن ټينګار کوي، چې «برتانوي ځواکونه به راتلونکي کې هيڅکله افغانستان ته د جګړه ييزو موخو لپاره را نه شي او په هېڅ صورت به دغسې دنده ونه مني.»

ګارډين ورځپاڼه زياتوي، چې اوس اصلي خبره دا ده، چې کومو عسکرو افغانستان کې پوځي ماموريت تر سره کړی، د دوی راتلونکی به څه وي. دوی سره خو ډېرې وعدې شوي دي.

دوی سره د روغتيا او بشري قوت د غښتلتیا لپاره ډېرې وعدې شوې وې، چې د دفاع وزارت له بوديجې به ورکول کيږي. دغو عسکرو دا تېر ديارلس کاله د اور په ليکو کې تېر کړي او دغه شوې وعدې به اوس ورسره پوره شي کنه؟

د حکومت په اړه شکونه مخ پر زياتېدو دي. حکومت دفاع وزارت ته ويلي، چې د خپل نا خالصو عوايدو څخه به دوه سلنه پر دفاع ولګوي.

د برتانيا لپاره دا ډېره د شرم خبره ده، چې له خپلې وعدې تېر شي او اروپايي هېوادونه تل په دغسې وعدو کې پاتې راغلي دي.

د برتانوي پوځ د سپېشل فورس پخوانی مشر جنرال جناټن شوا وايي، چې اوس خبره دا ده، چې د برتانوي عسکرو راتلونکی به څنګه وي او د هغو ګواښونو په اړه به څه کوي، چې برتانيا ورسره مخ ده.

«د برتانوي عسکرو نظامي وړتيا او تجهيزات هم نه دي پوره او له جغرافيايي پلوه، چې کومو ستونزو سره مخ يو ايا موږ به د دغه ګواښ د له منځه وړلو لپاره خپل عسکر نورو هېوادو ته ولېږلی شو؟»

جنرال جناټن شوا وايي، چې برتانيا د تروريزم، عامه خدماتو او د چاپېريال ستونزو په ګډون له ګڼو نړيوالو ستونزو سره مخ ده.

«د برتانيا دفاع د راتلونکي لپاره يو عام بحث ته اړتيا لري او په دې اړه بايد د برتانيا له ولس څخه ټولپوښتنه وشي»

کارپوهان وايي، چې د افغانستان د جګړې په اړه د برتانيا حکومت له سختو ولسي فشارونو سره مخ و او د همدغو فشارونو په نتيجه کې دې ته اړ شو، چې د افغانستان جګړه پای ته ورسوي.

برتانوي رسنۍ د ولسي خلکو له قوله ليکي، چې د برتانيا خلک په دې اند دي، چې چارواکو د دوی ځوانان د مرګ کندې ته ورټېل وهلي او د دوی د ماليو په پيسو د افغانستان خلک وژني او د همدې چارواکو د ناوړه کړنو له امله نړۍ کې د دوی سپکاوی کيږي او د دوی د کلونو کلونو عزت او درناوی يې له خاورو سره خاورې کړی دی.

جنرال جناټن شوا وايي، چې راتلونکې لپاره له هېوداه بهر د برتانوي عسکرو د پوځي ماموريت په اړه بايد له ټول ولس څخه پوښتنه وشي او د ولس له رايې پرته بايد يو ځای کې هم برتانوي عسکر پر پوځي ماموريت ونه ګومارل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x