
گوگل د سرطان درملنې په اړه څیړنه کوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۷مه، ۱۳۹۳ل): گوگل کمپنۍ د سې شنبې پر ورځ اعلان وکړ چې دوي پر داسې ټکنالوژۍ کار کوي چې کولی شي په سرطان او نورو ناروغيو له اخته کیدو مخکې خبر ورکړي.
د دغې ټکنالوژۍ په مرسته د سرطان، زړه حمله او ځینو نورو ناروغیو درملنه به مخکې له دې چې انسان پرې اخته شي ممکنه شي.
د گوگل دغه نوې ټکنالوژي اغوستل کیږي کوم چې له ډیرو وړو زرو څخه جوړ شوی او د انسان روغتیا کنټرولوي. دغه ټکنالوژي په بدن کې ډیرو کوچنيو غیر صحي فعالیتونو باندې هم نظر ساتي. دغه ټکنالوژي تومور حجرو کې ډیر کوچني بدلونونو او ځینو نورو ناروغیو په اړه له جدي خنډ گرځیدو مخکې خبر ورکوي.
د روغتیا په برخه کې به دغه ټکنالوژي د گوگل کمپنۍ لومړنۍ لاسته راوړنه وي.
گوگل د الکون او نووارټېس (Alcon and Novartis) له کمپنۍ سره به د سترگو په یو خاص لینز کار کوي کوم چې په شکر ناروغي اخته کس له اوښکو څخه به د نوموړي شکر اندازه معلوموي.
د ناروغۍ درملنه کې تر ټولو ستر خنډ په ناروغۍ نه پوهیدل تر هاغه چې جدي خنډ وگرځي دی؛ خو د دغې ټکنالوژۍ په مرسته به دغه مشکل نور له منځه ولاړ شي؛ ځکه چې دغه نوی ټکنالوژي به په وینه کې ډیر کوچنی بدلون په اړه چې د ناروغۍ سبب گرځي مخکی له مخکی خبر ورکړي.