روغتیا

منفي فکرونه مو په جدي ناروغیو اخته کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۷مه، ۱۳۹۳ل): نوي ساینس ثابته کړې چې منفي فکرونه انسان ناروغه کوي. منفي فکرونه د بدن دفاعي سیسټم او عضلې کمزورې کوي. دا به دومره بد خبر نه وي ځکه که چیرې منفي فکرونه د ناروغۍ سبب گرځي نو مثبت فکرونه بیا د روغتیا ضمانت ورکوي.

منفي فکرونو څخه لاسته راغلې ذهنې فشار صرف څو کاله وخت نیسي تر څو انسان په سرطان اخته کړي.

دلته هغه ذهني فشارونه چې د منفي افکارو سبب گرځي او انسان په ناروغیو اخته کوي درپیژنو:

۱- خپگان: چینايي درمل پیژندونکی په دې باور دی چې خپگان د انسان په ځیگر او صفرا کڅوړې په ناروغیو اخته کوي. له خپگانه مخنیوي لپاره انسان باید د لیمو، عسل او گرمو اوبو له یو ځای کولو څخه لاسته راغلې جوس هر سهار استعمال کړي. دغه مایع د چاغوالی هم مخنیوی کوي.

همدا راز انسان باید په ځینو داسې فعالیتونو کې هم برخه واخلي کوم چې انسان ته ذهني ارامتیا وربښي.

۲- تشویش کول: له کیفین (Caffeine) او بورې له زیات استعمال څخه ځان وژغورئ. سوپ، ایشول شوي او نور گرم خواړه استعمال کړئ. زیاته اندازه مایع استعمالول هم تشویش لپاره ډیره گټوره ده.

له ځانه سره دغه جملې «هر څه به سم شي» او «زه ارام او خوندي یم» ډیر تکرار کړئ.

تشویش د مختلفو څیزونو لکه ازموینې، خپلوان او دندې ‌لپاره ډیره عامه ده. دا ډیره مهمه ده چې انسان د خپلو مشکلاتو په اړه فکر وکړي خو باید دا په نظر کې ونیسي چې تشویش هیڅ یو مشکل ته د حل لاره نه ده.

۳- خواشیني: خام خواړه لکه سلاد، سبزیجات او میوه ډیره استعمال کړئ او د «زه يې وړتیا لرم او ډیر ژر به دغه مشکل حل کړم» جملې تکرار په دغه حالت کې ډیر گټور وي.

زړه ته نږدې خلکو مړینه، دنده له لاسه ورکول او ځینې نو داسې خواشینوونکې پیښې د انسان ژوند یوه برخه ده خو کوښښ وکړئ د تفریح لپاره ځانته یو خاص وخت ځانگړی کړئ.

۴- غوسه: له حساسیت پاروونکو څیزونو څخه ځان لرې وساتئ. غوسې څخه مخنیوی لپاره بادام، پسته، کبان او د زیتونو تیل ډیره مرسته کولی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x