افغانستان

جان کمپیل: افغان عسکر به لا ښه وروزو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۷مه، ۱۳۹۳ل): په افغانستان کې د ناټو ځواکونو مشر جنرال کمپیل د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر عمر داودزي سره په خبرو کې وویل چې دوی به د افغان پولیسو په ښه روزنه کې لا هڅې وکړي.

کمپیل له داودزي سره په خبرو کې وویل چې دوی د ټولو افغان عسکرو په تېره بیا د کورنیو چارو وزارت اړوند د ملي پولیسو په روزنه کې ځانګړی پام کوي.

جنرال کمپیل په داسې حالت کې پور ته څرګندونې کړې دي، چې سږ کال د ناټو د غړو هېوادونو لپاره وروستی کال بلل شوی او همدا کال د افغان عسکرو لپاره خورا خونړی نومول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت د تېرې میاشتې دوې اوونۍ د ۵۰۰امنیتي پېښو له امله خونړۍ نومولې وي. په ورته وخت کې د دفاع وزارت مسوولینو په یوه راپور کې په تېرو کلونو کې  یواځې د ملي اردو د نږدې اووه زرو تنو د وژنې خبر ورکړ.

د کورنیو چارو وزارت مني چې نه یواځې امنیتي پېښې د پولیسو په وړاندې خنډ دي، بلکې د پولیسو اخلاقي چال چلند او په تېرو کلونو کې پرلپسې ناکامي هم د یادولو وړ خنډونه دي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر په هغه درې ورځني سیمینار کې چې د پولیسو د نیمګړتیاو د پوره کولو په موخه د ولایتونو د ټولو امنیه قومندانانو لپاره جوړ شوی و، وویل چې د پولیسو اخلاقي ضعف او په دې صف کې د واسطو په زور ننوتل د پولیسو د ضعف نقطې دي. پر دې سربېره په پولیسو کې نفوذي بریدونه یوه بله جدي ستونزه ده.

له امریکا سره د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته نه یواځې د هېواد مرکز بلکې په شمال کې ځينې امن ولایتونه هم د خونړیو بریدونو شاهدان دي. چې دولتي مسوولینوته ننګونه سخته ده.

ویل کېږي چې له ناټو سره د شوي تړون له مخې ‍به  په افغانستان د دې تړون د غړو هېوادونو په شریکه درې زره پوځي روزونکي پاتې شي، چې افغان عسکر به د طالبانو په وړاندې جګړې ته روزي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x