
مشرانو جرګه:په شمال کې بریدونه اندېښموونکې دي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۷مه، ۱۳۹۳ل): د مشرانو جرګې په پرونۍ غونډه کې د هېواد په شمال کې په پراخو بریدونو خبرې وشوې.
د مشرانو جرګې غړو په نوي حکومت غږ وکړ چې په شمال کې بریدونه د دې حکومت په وړاندې نوی سرخوږی دی چې باید مخه يې ونیسي.
طالبان په شمال کې په داسې حال کې خپلو بریدونو ته زور ورکوي چې د هېواد نورې ګڼې سیمې يې هم تر بریدونو لاندې دي.
د بدخشان په وردوج ولسوالي کې د ګڼو عسکرو وژنه او د دولتي مسوولینو له خولې د اوولسو نورو لادرکي یوه ستره ننګونه ده. طالبان وايي چې دوی په دې جګړه کې دېرش تنه عسکر ژوندي وړي او خوندي ځای ته يې رسولي دي.
ورسره جوخت د کندوز په څارنوالي کې د دوو سرتيرو بریدګرو له لوري د ګڼو څارنوالانو او عسکرو وژنه هم په شمال کې د طالبانو د واک او ځواک نماینده ګي کوي.
امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز هم په کندوز کې د طالبانو د فعالیت اړوند لیکلي دي چې په دې وروستیو کې طالبانو د کندز ولايت يو شمېر ولسواليو کې له شلو زياتې امنيتي پوستې نيولي او حتا د کندز ولايت مرکز کې قوي فعاليتونه لري.
نيويارک ټايمز ليکي، چې کندز ولايت لپاره د طالبانو والي ملاعبدالسلام د همدې ولايت اوسيدونکی او قوي نظامي قوماندان دی، چې د سيمې خلک او امنيتي ځواکونه ټول يې پيژني.
نوموړی، چې د کندز نظامی مسؤول وټاکل شو، نو د سيمې د خلکو له خوا يې تود هر کلی وشو او د هر ډول مرستو ډاډ يې ورکړ او دغو خلکو ورته د امنيتي مسؤولينو له کړنو شکايتونه وکړل.
د مشرانو جرګې ګڼو غړو په داسې حال کې په دې ټینګار کاوه چې باید نوی حکومت په شمال کې د مخ پر زیاتېدونکو نا امنیو مخه ونیسی، چې د هېواد په سویل او ځينو جنوبي ولایتونو کې بریدونو د ولایتونو تر مرکزونو ورسېدل.