افغانستاننړۍ

سویډن مېشتي افغانان: «له سویډنه په زور ویستل کېږو، حکومت دې اقدام وکړي»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۷مه ۱۳۹۳ل): په سویډن کې مېشت افغانان د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني څخه غوښتنه کوي چې د دوی ستونزې دې په عاجله توګه حل کړي.

سویډن مېشتي افغانان وايي چې په نېږدې ورځو کې له ۳۵ تر ۴۰ افغانان په زور له کومې پوښتنې پرته ویستل شوي.

په سوېډڼ کې مېشت افغان سیف الرحمن شیرزاد نن ټکی اسیا ته د ایمیل له لارې وویل چې په سویډن کې زیات شمېر پناه غوښتونکي افغانان د امنیتي ستونزو سربېره شخصي بدۍ لري او نشي کولای هېواد ته ستانه شي.

یو شمېر کسان په اروپايي هېوادونو کې د غریبو هېوادونو وګړي په دې دلیل چې ژوند يې له خطر سره مخ دی پناه اخلي.

شیرزاد وايي چې د سويډن هېواد ددغه دريځ وروسته «چې چېرې پناه غوښتونکی افغان وګوري له هېواده يې په زور وباسي» زیات شمېر افغانانو ورځنی ژوند د پولیسو څخه په ویره کې تیریږي. نومړی زیاتوي چې بیا هم هغه افغانان چې مخکي قبول شوي، هغوی دې ته ورته کومه ستونزه نه لري.

سویډن مېشتی افغان زیاتوي چې (UNHCR) او بشري قوانینو پر اساس هر انسان کولای شي په بل هېواد کې هغه مهال پناه واخلي، کله چې په خپل هېواد کې ستونزه ولري، خو دوی ټینګار کوي، چې اقلا په اروپا کې له دوی څخه دا حق اخېستل شوې.

«په اروپایی هیوادنو کی زموږ څخه دا حق اخیستل شوی، ځکه اروپایان وايي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سره یې د پناه غوښتونکو افغانانو د بېرته لېږلو په اړه تړون کړی، خو دغه افغانان چې هېواد ته ولېږل شي، له ډيرو ستونزو سره مخامخ کیږي».

شیرزاد د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني څخه غوښتنه کوي چې د دوی ستونزو ته دې د حل لاره ولټوي. نوموړی وايي «سویډن هېواد د دوی پاسپورت او نور مهم اسناد نه مني او دا یوه لویه ستونزه ده».

سویډن مېشتی له ګډ حکومت څخه هیله کوي چې د « بهرنیو چارو وزارت څخه وپوښتي، ولې افغانان ، د نړۍ له هر هیواده په زور ویستل کیږی؟»

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ هم داسې راپورونه ورکړل شول چې سویډن پولیس افغان پناه غوښتونکي بېرته له هېواده شړي او د شړلو پر مهال داسې نشيي ستنې ورته لګوي چې د سويډن په قانون کې جواز نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x