اوه ټیکسي چلونکی په افغانستان کې وژل شوي
نن ټکی آسیا/رویټرز
یو حکومتي چارواکي ویل چې اووه افغاني ټیکسي چلونکي د وسلوالو کسانو له خوا په دې مجبور کړاي شوي دې چې په یو ښخ کړای شوي بم باندي خپل موټر تیر کړي، دا موټروانان چې افغان حکومت ته په جاسوسي تورن بلل شوي وو، مخکي تر وژني مخکي سخت ډبول شوي هم وه.
دا پيښه چې د زابل په ولایت کی را منځته شوې په اړه یې د زابول د والي ویاند ویلي چې
دغه ټیکسي چلونکي د زابل او کندهار د لاري موټروانان وه.
قاري یوسف چې د طالبانو ویاند دی ویلي چې دا پيښه ددوی له خوا نه ده شوې، او په سیمه کې نور وسلوال کسان په دې پيښه تورن بللي، مګر ده دا نه وویل چې هغه کسان څوک دی.